لکي مروتو کې د ناامنۍ او د پوځ د موجودګۍ خلاف د ځايي پوليسو پرلت دوام لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې ځايي پولیس وايي، تر څو چې له هغې سیمې څخه پوځ نه وي وتلی، احتجاج به یې دوام لري. پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه د لکي مروت پر لويه لاره يا اڼدس های وې باندې پرلت وهلی او کراچۍ ته تلونکې لویه لاره یې تړلې ده. پولیسو تور پوری کړی چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي د دوی په چارو کې مداخله کوي او هغوی په امنیت ټینګولو کې پاتې راغلي دي. پوځ او د استخباراتي ادارو چارواکو لا د لکي مروتو د پولیسو د تورونو او غوښتنو په اړه څه نه دې ویلي. خو له پرلتوالو سره د ضلعي انتظاميې د چارواکو او د پوليسو د مشرانو مذاکرات روان دي. ويډيو رپورټ