د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو د جنورۍ پر شپږمه دوه پولیس والا وژلي دي.
د لکي مروت د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې له خیرو خيل پکه کلي څخه د پولیسو دوه سرتېري د دندې لپاره روان وو چې په نواب خان زیارت سیمه کې پرې ناڅرګنده وسله والو ډزې وکړې.
د هغه چارواکي په وينا واړه پولیس ځای پر ځای وژل شوي دي. د لکي مروت پولیسو د تېرو داسې پېښې په شان دا ځل هم ويلي چې څيړنې او د وسله والو د لټون عمليات پيل شوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.
د ژغورنې ادارې، ریسکيو ۱۱۲۲ په خپل يو بیان کې ويلي چې وژل شوي پولیس سرتېري حکمت الله او خان بهادر نومېدل. د بیان ترمخه دوی پر موټرسايکا روان وو چې ډرې پرې شوې دي.
د يادونې ده چې د دیسمبر پر څلورمه، د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو دوه پاکستاني پوځيان له ګاډو ښکته کړي او له ځان سره یې بيولي وو. يو امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې وسله والو د لکيمروت په واناګلابه سیمه کې چيک پوسټ جوړ کړی وو او ګاډي یې تالاشي کول. د هغه چارواکي په خبره تښتول شوي پوځيان د مسافرو په يو ګاډي کې سپاره وو او له کرک څخه ميانواليته روان وو چې وسله والو وتښتول.
د لکي مروت پولیس وايي د لټون عمليات روان دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې ورستیو کې د لکي مروت په شمول، د خیبرپښتونخوا په ګڼو سیمو کې ناامني زیاته شوې ده. د مشال راډيو د راټولو کړيو شمېرو ترمخه، په ۲۰۲۴ کال کې له ۷۰۰ زيات پاکستاني پولیس، پوځيان او اېف سي ځواکونه وژل شوي چې ډيرې یې په خیبر پښتونخوا کې دي.
بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ويلي چې هدفي عمليات یې روان دي. د پوځ وياند لېفټېننټ جنرال احمد شريف چوهدري په تېر دیسمبر کې د خپلې کلنۍ کارکردګې بیانولو په ترڅ کې په يوه خبري غونډه کې دعوه وکړه چې په ۲۰۲۴ کال کې یې نيږدې شپېته زره عمليات کړي چې پکې یې ۷۲۵ وسله وال وژلي دي.