سوات: پر پولیسو د بریدونو په تړاو ۳ مشکوک وسلوال نیول شوي دي

د سوات پولیس د سېپټېمبر پر ۱۳مه خبري غونډې ته وینا کوي.

د خیبر پښتونخوا د سوات پولیسو ادعا کړې چې په مېنګوره کې یې پر پولیسو برید کوونکي درې وسلوال نیولي دي.

د سوات د پولیسو مشر ډاکټر زاهد الله د سېپټېمبر پر ۱۳مه په سیدو شریف کې خبریالانو ته وویل چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مېنګوره کې د پټو کیمرو په مرسته هغه درې کسان نیولي دي چې پر پولیسو یې وسلوال بریدونه کړي ول.

پولیس ادعا وکړه چې له نیولو شویو کسانو څخه یې بارود، وسله او موبایل ټېلېفونونه هم تر لاسه کړي دي. ډاکټر زاهد الله وویل چې د نیول شویو وسلوالو تعلق د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره دی.

ټي ټي پي د پولیسو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د روان کال د اګست په میاشت کې د سوات په مټه، مالم جبه، لنډاکي، او مېنګوره کې پر پولیسو وسلوال بریدونه شوي ول چې په کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي ول.

د سوات په ګډون، د خیبر پښتونخوا په قبایلي او جنوبي ضلعو کې په وروستیو کې پر پولیسو وسلوال بریدونه یو ځل بیا زیات شوي دي، چې پر ضد یې پولیسو او ولسي خلکو احتجاجونه هم کړي دي.