رحمت شاه سايل د "ځلاند فرهنګي مشر" جایزه ترلاسه کړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټېمبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې یوه ادبي دستوره وشوه چې د جنید شریف بنسټ لخوا پکې د پښتو شاعر رحمت شاه سايل ته د "ځلاند فرهنګي مشر" جایزه ورکړل شوه. په غونډه کې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان، افغانستان، لاهور، پنډۍ او اسلام اباد لیکوالانو او شاعرانو ګډون وکړ. په دې مهال رحمت شاه سايل ته ۱۱۰۰ ډالر او ستاینلیک وسپارل شول. د غونډې ګډونوالو د رحمت شاه سايل په ژوند او فن رڼا واچوله او د جنید شریف بنسټ مننه یې وکړه. د غونډې په وروستۍ برخه کې هنرمند نعیم توري د ښاغلي سايل او نورو شاعرانو کلامونه د موسیقۍ سره زمزمه کړل. ویډیویی رپورټ