د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان پوهنتون کې د ژبو د ورکېدو د مخنيوي او وجوهاتو په اړه نړيوال کنفرانس کېږي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې په پښتو اکېډمۍ د کتابتون یوه برخه - انځور له ارشیفه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې په پښتو اکېډمۍ د کتابتون یوه برخه - انځور له ارشیفه

په نړۍ کې د ژبو لپاره د کار کوونکي سازمان پاکستان څانګې یا لېنګویسټک اسوسیېشن اف پاکستان د اکتوبر پر درېمه او څلورمه نېټه د بلوچستان پوهنتون په ملتیا په کوټه کې د نړیوال کنفرانس تابیا کړې ده.

په بلوچستان پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو څانګې مشر ډاکټر نصیب الله سیماب مشال راډیو ته وویل چې په دې دوه ورځني نړیوال کنفرانس کې به له ژبې او ادبیاتو سره پر تړلو یو شمېر موضوعاتو خبرې کېږي.

د هغه په وينا دا لومړی ځل دی چې په بلوچستان پوهنتون کې به داسې یو نړیوال کنفرانس ترسره کېږي چې نړیوال پوهان به پکې د پښتو، بلوڅي او براهوي په ګډون نورو ځايي ژبو ته پر پېښو مسلو بحث کوي. "په دې کې تر ټولو هغه مهمه موضوع دا ده چې ژبې ولې ورکېږي؟ په نړۍ کې کومې ژبې مري او وجوهات یې څه دي؟ په دې کنفرانس کې به د نړۍ ژبپوهان خپلې څېړنې له موږ سره شریکوي."

د سیماب په وينا په دې غونډه کې به د امریکا، اسټرالیا، جاپان او ترکي ژبپوهان شامل وي او ځینې به پکې د انټرنیټ له لارې ګډون کوي. له ټول پاکستانه تر ۱۲۰ زیاتو څېړونکو د دې کنفرانس لپاره د ژبو او ادبیاتو په برخه کې د خپلو کړیو څېړنو لنډیزونه شریک کړي دي. نوموړي زیاته کړه چې دوی له دې څخه ۷۰ لنډیزونه غوره کړي دي کوم چې به د دې دوه ورځني کنفرانس برخه وي.

بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم ورته کنفرانسونه شوي او هر کال د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. تر څنګ یې په ګڼو سیمو کې ځايي ادبي ټولنې هم د ژبو د ودې لپاره بېلا بېلې غونډې کوي.

په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ جنرل سیکرټري ډاکټر کمېل قزلباش وايي، دوی ته د اکاډمۍ له کړو کنفرانسونو اندازه کېږي چې داسې غونډې ډېر ګټورې وي. "پښتو اکاډمۍ څلور نړیوال سمینارونه کړي دي، په هغه کې هم له بېلا بېلو سیمو نومیالي لیکوال راغلي وو او یو د بل له کاره خبر شو او تر مباحثو وروسته داسې لارې هم مخې ته راغلي چې د پښتو ژبې د ودې لپاره څه کېدای شي."

نوموړي وویل، داسې غونډې نه یوازې لیکوالو ته د خیالاتو د تبادلو موقع په لاس ورکوي بلکې عام خلک هم هڅوي چې خپلې مورنۍ ژبې ته پام وکړي. "عام خلک چې راشي، هغوی د خپلې ژبې په ارزښت خبرې واوري. د هغو خلکو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې د دې ژبې لپاره یې کار کړی دی. د پښتو کتابونه واخلي او ان د ژبې لیک لوست زده او پیل کړي."

XS
SM
MD
LG