د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه پخواني مرستیال ولسمشر او پخواني جهادي قومندان (مارشال) عبدالرشید دوستم د طالبانو په وړاندې د یوه موازي حکومت جوړولو غږ کړی دی.
دوستم او د افغان طالبانو د مخالفو ډلو اکثرو مشرانو په ترکیه کې د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړې او وخت ناوخته غونډې جوړوي.
دوی د سېپټمبر پر ۱۵مه هم په ترکیه کې دې غونډې ته په وینا کې عبدالرشید دوستم د موازي حکومت د جوړولو خبره وړاندې کړې ده.
عبدالرشید دوستم ویلي چې د طالبانو پر ضد به مبارزه کوي او ادعا یې کړې چې کولای شي د طالبانو حکومت مات کړي. افغان طالبانو لا د دوستم د دې ادعا او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو د مخالفو ډلو پوځي ملاتړ نه کوي خو له غیر طالب مشرانو او د طالبانو له سیاسي مخالفینو څخه سیاسي ملاتړ کوي او لیده کاته ورسره کوي.