طالبانو په افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین د ځنډولو راپورونه رد کړي دي

په هرات کې یو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکول کېږي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په هېواد کې یې د پولیو ضد د څاڅکو کمپاین ځنډولی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د سېپټېمبر پر ۱۶مه رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې ځینو رسنیو په دې اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

په بیان کې راغلي دي چې په افغانستان کې د پولیو پر واکسینو د بندیز یا د واکسین د بندولو په اړه په رسمي توګه هېڅ نه دي ویل شوي.

بیان زیاتوي، وزارت هڅه کوي چې د پولیو واکسین پر داسې مشروع او تخنیکي لارو ورکړل شي چې د ټولنې لپاره ګټه ولري.

دا له هغه وروسته ده چې اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس د سېپټېبمبر پر ۱۶مه، د روغتیا نړیوال سازمان د چارواکي له خولې خبر ورکړ چې طالبانو د پولیو ناروغۍ ضد کمپاین ته کور پر کور د ګرځېدو اجازه نه ده ورکړې.

د ده په وینا، طالبانو د کورونو پر ځای په جوماتونو کې د دې کمپاین د ترسره کولو سپارښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال په افغانستان کې ۱۸ ماشومان په پولیو اخته شوي دي.