په خوست کې سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د ابوخېلو په سیمه کې ۹۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې. یاده پروژه د امریکا د حکومت په مالي ملاتړ او د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ ترسره شوې ده. د صبریو د ابوخېلو سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل له دې مخکې دوی د کلي د لوی ډنډ غیر صحي اوبه استعمالولې. په اوس وخت کې د څښاک د پاکو اوبو کمښت د نړۍ په کچه مهمه ستونزه بلل کېږي او د نړیوالو سازمانونو وروستۍ موندنې ښيي چې په نړۍ کې له هرو دریو کسانو څخه یو یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. ویډیویي رپورټ.