تحریک انصاف: مرکزي حکومت د اسټېبليشمنټ په خوښه په ايين کې بدلون کول غواړي

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د غونډې پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف استازو تور پورې کړی دی چې وفاقي حکومت د اېسټېبليشمنټ په خوښه په ایین کې بدلون کول غواړي.

د خيبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر افتاب عالم اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۹مه، غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې حکومت په ایین کې د بدلون له لارې د سپریم کورټ واک کمول او په مقابله کې یې د وفاقي اییني عدالت جوړول غواړي.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر عباد الله خان د واکمن ګوند دعوې رد کړې او د خپل ګوند مسلم لیګ (ن) د مشرانو دا دریځ یې تکرار کړ چې وفاقي حکومت پر ۲۶م اییني ترمیم له ټولو ګوندونو سره مشورې کول غواړي.

په صوبايي اسمبلۍ کې دا بحث پر داسې مهال شوی دی چې ټاکل شوې چې د پاکستان واکمن اېتلاف په اساسي قانون کې د بدلونونو لپاره د اييني پېکېج په نوم مسوده پارلېمان ته وړاندې کړي.

داسې انګېرل کېدل چې حکومت غواړي چې د پاکستان د سپریم کورټ او های کورټونو د قاضیانو د دندو او نورو چارو لپاره قانوني مسوده قامي اسمبلۍ او سېنېټ ته وړاندې کړي خو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مخالفو ګوندونو استازو د اسمبلۍ په غونډه کې په ویناګانو کې هغه بدلونونه د قاضیانو پر واک ګوزار وبلل.همدا لامل دی چې حکومت پارلېمان ته د مسودې وړاندې کول وځنډول.

د پاکستان په اساسي قانون کې د بدلون لپاره د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د خورا لوی اکثریت ضرورت وي او همدا لامل دی چې اېتلافي حکومت به د ډېرو ګوندونو ملاتړ ته اړتیا ولري.