شمالي وزیرستان او لکي مروت کې په بېلا بېلو پېښو کې ۴ کسان وژل شوي

په غلام خان کې پاکستانی سرتېرې یوې پوستنې سره نېږدې په پهره ولاړ دی ـ پخوانی انځور.

په شمالي وزیرستان او لکي مروت کې د وروستیو نښتو او بریدونو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي دي. دا راز امنیتي ځواکونو د اووه مشکولو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده.

چارواکي وایي، په غلام خان بندر کې په افغانستان کې د واکمنو طالب ځواکونو په ډزو کې یو حوالدار او یو مزدور وژل شوي دي. دا راز په میرامشاه کې وسلوالو په یو ګاډي ډزې کړې چې یو ځایي کس یې وژلی، او په لکي مروت کې وسلوالو د پوځ یو ریټایرډ صوبیدار وژلی دی. په عین حال کې پوځ په شمالي وزیرستان کې د اووه مشکولو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده.

امنیتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۹مه د طالبانو ځواکونو د پاکستاني سرتېرو پر پوستې ډزې وکړې چې پکې یو سرتېرې او یو د بندر مزدور ووژل شول. چارواکو په دې اړه نور تفصیل ور نه کړ، او د طالبانو حکومت لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

غلام خان بندر شمالي وزیرستان او خوست له یو بل سره نښلوي او دا د تورخم او چمن وروسته د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تجارت او تګ راتګ لپاره مهمه لار ده.

بله پېښه د شمالي وزیرستان په میرامشا کې شوې چې پکې یو تن وژل شوی او درې ژوبل شوی دي.

چارواکي وایي د سېپټېمبر پر ۲۰مه په میرامشا کې وسلوالو پر یو ګاډي ډزې وکړې او هغه مرګژوبله یې واړوله.

پولیس وایي د پېښې رپورټ یې لیکلی دی او په دې اړه نورې پلټنې کوي. د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

بلې خوا ته پوځ ادعا کړې ده چې په سپینوام سیمه کې یې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) ویلي چې د سپټمبر په ۱۹مه یې وسلوال هغه مهال ووژل چې د ډیورنډ کرښې ته نېږدې په حرکت کې ول او امنیتي سرتېرو پرې ډزې وکړې. دفتر زیاتوي چې له وژل شویو کسانو څخه وسلې هم ترلاسه شوې دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا هم وګورئ:

جنوبي وزيرستان کې ۶ پوځيان وژل شوي، ۱۰ ژوبل ديشمالي وزيرستان کې په هدفي بريد کې د ځايي بانک مشر وژل شوی دید کوز جنوبي وزیرستان خلک له بدامنۍ سر ټکويد انګور اډې اوسېدونکو "د پوځ د توغندیو په برید" کې د ۲ کسانو د وژنې ضد مظاهره کړې

دا راز د سېپټېمبر پر ۱۹مه، په لکي مروت کې وسلوالو د پوځ یو ریټایرډ صوبیدار په ډزو وژلی دی، چې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې په میرلي کې د میرامشا نیشنل بینک منیجر اکبر زمان په هدفي برید کې هغه مهال وژل شوی وو چې نوموړی د څلورو نورو ملګرو سره له میرامشا څخه بنو ته په لار وو. د هغه پاتې څلور ملګري یو کور ته تښتېدلي او پناه یې اخیستې وه.

د خیبر پښتونخوا په قبايلي سيمو او جنوبي ضلعو لکه بنو، لکي مروت او ډېره اسماعيل خان کې په دې وروستیو کې د وسلوالو له خوا پر پولیسو، امنیتي ځواکونو او عامو خلکو بریدونه زیات شوي دي.

په سیمه کې خلکو او پولیسو د ناامنۍ ضد وخت په وخت احتجاجونه، جرګې، پرلتونه او لاریونونه کړي دي، خو حکومت او پوځ وایي په سیمه کې د امنیت بحالولو ته ژمن دي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر میجر جنرال عادل افتخار وړایچ، د سېپټېمبر پر ۱۹مه په میرامشا پریس کلب کې خبریالانو ته وویل چې پوځ هلته د امنیت د ټینګښت لپاره چمتو دی. نوموړي وویل چې پوځ د داخلي او خارجي بریدونو د مخنیوي پوره توان لري، او د وسلوالو پر ضد یې کاروايې توندې کړې او هڅه کوي چې دا عملیات لا اغېزمن کړي.