جرمني: افغان پناه غوښتونکي هېواد ته د جبري لېږد وېره لري

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

تر هغې وروسته چې د جرمني حکومت په اګست کې ۲۸ افغانان په جرمونو کې د ککړتیا له وجې افغانستان ته ستانه کړل، په هغه هېواد کې مېشت ډېری پناه غوښتونکي اندېښمن شوي دي او وېره لري چې ښايي هېواد ته یې ولېږدوي. افغان پناه غوښتونکو په وروستیو کې په برلېن کې مظاهره هم وکړه او وایي چې افغانستان ته لېږدول یې د مرګ خولې ته د استولو معنا لري. خو د جرمني حکومت وايي چې یوازې په جرمونو کې ککړ کډوال باسي. د جرمني رسمي ارقام ښيي چې په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه حکومت ته ۴۷۵،۰۰۰ افغانان ورغلي دي. موږ په دې اړه د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیو پښتو کړې ده.