د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مهاجرت نړیواله ورځ: افغانان د نړۍ د کډوالو درېیمه لویه برخه جوړوي


د اسلام اباد په څنډو کې د افغان کډوالو د پنډغالي پخوانی انځور.
د اسلام اباد په څنډو کې د افغان کډوالو د پنډغالي پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې د ډېسېمبر ۱۸مه د مهاجرت د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي، افغانستان لا هم د هېوادونو په سر کې دی چې ډېری وګړي یې یا له هېواده بهر د کډوالۍ ژوند تېروي او یا هم په کور دننه له خپلو اصلي مېنو لیرې دي.

فواد، چې په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي، مشال راډیو ته په استولي پیغام کې په هغه هېواد کې د افغانانو د ژوند شرایط ناوړه وبلل: "اوس د تهران په پردېس سیمه کې یم. دلته د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب دی. دوه اونۍ کېږي چې د ایرانیو چارواکو له خوا ګڼ افغان کډوال نیول شوي او د افغانستان پولې ته اړول شوي دي."

نوموړی وايي ایرانیو چارواکو پر یوشمېر نورو افغانانو د "جرمونو تورونه لګولي او تراوسه په بند کې دي."

په ۱۹۷۹ز کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راهیسې مېلیونونه افغانان په پاکستان، ایران او د نړۍ یوشمېر نورو هېوادونو ته کډوال شول. ډېری افغانان په ډېرو سختو لارو، چې پکې د ژوند د بایللو وېره هم وي، تر اروپايي هېوادونو هم رسېدلي دي. ډېری افغانان چې له افغانستانه پر قاچاقي لارو اروپا ته روان شي نو له ایران او ترکیې تېرېږي.

هلته په ترکیه کې هم د افغان کډوالو په وړاندې د چارواکو له چلند د هرې ورځې په تېریدو شکایتونه زیاتېږي.

وحیدالله امیري، چې له دوو کلونو راهیسې په ترکیه کې اوسي، مشال راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي: "دلته د افغانانو، په ځانګړي ډول، د ځوانانو، وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. په نورو پولو او هم د ترکیې او ایران ترمینځ پر افغانانو ډزې کېږي او له دوی سره غیرانساني او غیراخلاقي چلند کېږي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې لکونه افغانان هېواد ته لېږدوي - پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، پاکستان د ۲۰۲۳ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې لکونه افغانان هېواد ته لېږدوي - پخوانی انځور.

امیري وايي چې دا مهال د ترکیې په وان سیمه کې اوسي چې په وینا یې، په هدیرو کې یې ګڼ افغانان ښخ دي. "دلته په وان کې په ډېرو هديرو کې د سلګونو افغانانو مړي ښخ دي، خو د قبرونو پر سر یې نومونه نه شته. ګڼ افغانان په روغتونونو، کیمپونو او زندانونو کې په داسې حال کې ژوند کوي چې برخلیک یې نه دی معلوم. څوک زموږ د وضعیت پوښتنه نه کوي."

په افغانستان کې د سياسي، اقتصادي، امنيتي او اقليمي بدلونونو له امله ګڼ افغانان د هېواد دننه او بهر د خپلو اصلي کلیو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د کډوالۍ یا مهاجرت نړيوال سازمان څو مياشتې مخکې وویل چې له ۲۰۲۰ز کال راهیسې شاوخوا اته مېليونه افغانان له هېواده وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) هم څو مياشتې مخکې ويلي ول چې په ټوله کې څه کم ۱۱ مېليونه افغانان د جګړو او ناامنيو له امله بې‌ ځايه شوي چې ډېری يې د کور دننه يا په ګاونډيو هېوادونو کې ژوند کوي.

اداره د ايران د حکومت په په حواله وايي چې په هغه هېواد کې شاوخوا ۴.۵ مېليونه افغانان اوسي. داراز، ۳.۲ مېليونه افغانان د افغانستان دننه له خپلو اصلي سيمو بې ځایه شوي او پاکستان لا هم د شاوخوا درې مېليونه افغان کډوالو کوربه دی.

یو اېن اېچ سي ار وايي، د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر له ۱۵مې راهيسې تر ۶۵۰،۰۰۰ زیات افغانان له پاکستانه هېواد ته لېږدول شوي دي. د دې تر څنګ په وروستیو کې ايران هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د سوريې تر وروستیو بدلونو مخکې ويلي ول چې تر سوریایي او اوکراینیو کډوالو وروسته افغانان د نړۍ د کډوالو درېیمه لویه برخه جوړوي.

د هغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ټولو کډوالو افغانانو يو مېليون يې اروپايي هېوادونو ته پناه وړې او ۸۵ سلنه يې ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته کډه شوي دي.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د جګړې عمده لاملونه تر یوه بريده ختم شوي، خو د ملګرو ملتونو په وینا، د اقتصادي بحران، محدوديتونو، بشري حقونو د نقض او د کاري فرصتونو د نه شتوالي په څېر عوامل لا هم د افغانانو د کډوالۍ لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG