سوداګر: د غلام خان لارې تړل کېدو له امله له مالي تاوان سره مخ یو

د غلام خان لار د پاکستان او افغانستان ترمینځ يو مهمو تجارتي لارو څخه ده.

د شمالي وزیرستان او بنو سوداګر وايي، له افغانستان سره د غلام خان تجارتي لار تړل کېدو له وجې دوی يو وارې بيا له لوی مالي تاوان سره مخامخ شوي دي.

د شمالي وزيرستان د سوداګرو اتحاديې جنرل سېکرټري قمر زمان د سېپټېمبر پر ۲۲مه) مشال راډيو ته وويل چې دواړو غاړو ته له ۱۰۰۰ څخه نيولې تر ۱۲۰۰ پورې ګاډي ولاړ دي چې په اکثرو هغو کې د بار سبزيو او مېوو د خرابېدو خطر دی.

نوموړي د پاکستان له حکومته وغوښتل چې ګاډو ته د تېرېدو اجازه ورکړي، کنه نو سوداګر او د ګاډو مالکان به خورا زيات تاواني شي.

بلخوا د بنو د سبزۍ او فروټ منډۍ د تاجرانو مشر عمران دراني وويل چې که حکومت د غلام خان لارې د بېرته خلاصولو غوښتنه و نه مني نو دوی به احتجاج پيل کړي.

سوداګر وايي چې لارۍ په سبزيو او میوو بار دي

د پاکستانيو چارواکو په خبره، غلام خان لاره له هغه وروسته تړل شوې کله چې د سېپټېمبر پر ۱۹مه افغان طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوسته په ډزو کې يو سرتېری وواژه او دوه نور يې ژوبل کړل.

په غلام خان بندر کې د پاکستان حکومت يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې له افغان لوري سره يې خبرې روانې دي او چې د پولې امنيتي حالت د ډاډ وړ شي نو لار به خلاصه شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر غلام خان بندر د ډزو پېښې او په نتيجه کې يې د هغې لارې د تړل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت په وخت د سوداګریزو مالونو او خلکو د تګ راتګ په وړاندې تړل شوې ده.

غلام خان بندر شمالي وزيرستان او خوست له يو بل سره نښلوي او د افغانستان او پاکستان ترمينځ د تجارت او تګ راتګ یو له مهمو لارو څخه ده.

پر غلام خان بندر له افغانستانه هره ورځ په لوی شمېر کې په مېوو او سبزیو بار ټرکونه پاکستان ته اوړي او له دې غاړي بیا په اوړو، وریځو، بورې، دالونو، سېمټو، سریو او نورو تعمیراتي توکو بار لارۍ افغانستان ته اوړي.

د غلام خان پر لار نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د خيبر پښتونخوا ځيني سوداګر هم د افغانستان سره سوداګري کوي. د افغانستان خواته د خوست او پکتيا خلک هم له دې لارې خپل مالونه د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته وړي راوړي.