د لکي مروت پوليسو د ۷۳ مطلوبو کسانو فهرست خپور کړی دی

د لکي مروت پوليسو د دوی په چارو کې د مداخلې ضد پرلت وهلی وو. پخوانی انځور

د لکي مروت پولیسو د ۷۳ کسانو يو فهرست خپور کړی چې دوی يې وسلوال او د هغوی مرسته کوونکي یادوی.

پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته په استولو معلوماتو کې دعوه کړې چې په دې فهرست کې شامل کسان د لکي مروت د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکي دي چې په مختلفو ناقانونه کړنو کې لاس لري. البته پوليسو په دې اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د دې ضلعې د پولیسو مشر تیمور خان رسنیو ته ویلي چې په فهرست کې شاملو مطلوبه کسانو د نیولو لپاره یې د عملیاتو تېزولو امر هم کړی دی.

دا له هغه وروسته ده چې د لکي مروت پولیسو د سېپټمبر له نهمې تر ۱۳مې په خپلو چارو کې د پوځ د لاسوهنې پرضد پرلت وهلی وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

لکي مروتو کې د ناامنۍ او د پوځ د موجودګۍ خلاف د ځايي پوليسو پرلت دوام لري

د لکي مروتو پولیسو دا پرلت د سېپټېمبر پر نهمه تر هغې وروسته پیل کړ چې په تېرو ورځو کې په حملو کې یوشمېر سرتېري ووژل شول. د احتجاجي ناستې ګډونوالو کراچۍ ته تلونکې اباسین لویه لاره (انډس هایوې) هم تړلې وه چې له وجې یې ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي بند پاتې ول.

د لکي مروت پولیس تور پورې کوي چې د پوځي او استخباراتي ادارو کارکوونکي یې په چارو کې مداخله کوي او د امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي نو ځکه دې له سیمې وځي، چې پولیس خپله عامه نظم او امنیت وساتي.

پوځ او د استخباراتي ادارو چارواکو لا د بنو او لکي مروتو د پولیسو د تورونو او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.