د بلوچستان په يوشمېر سيمو کې د پښتنو کلتوري ورځ لمانځل شوې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه د پاکستان د يوشمېر نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د پښتنو کلتوري ولمانځل شوه. د دې ورځې په تړاو په کوټه ښار کې په جوړو شويو دستورو کې د کلتور د ارزښت په اړه پر ويناګانو سربېره د پښتنو د کلتوري توکو نندارتونونه جوړ شوي ول. پر دې مهال هلکانو او نجونو خپلې دوديزې جامې په غاړه کړې وې. بل خوا ځوانانو پګړۍ هم تړلې وې او پر ډول يې اتڼونه کول. د پښتنو کلتوري ورځ په لومړي ځل د پښتو اکاډمۍ کوټې له خوا په ۲۰۱۵ز کال کې د يو نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان شوه چې اوس هر کال د سېپټمبر پر ۲۳ مه لمانځل کیږي. ويډيو رپورټ