پراګ کې د پېړیو پخوانۍ جګړې په یاد تمثیلي جنګ شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سېپټېمبر پر ۲۳مه او ۲۴مه د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د څه باندې ۴۰۰ کاله پخوانۍ جګړې په یاد کې یو تمثیلي جنګ شوی دی. هغه جګړه د ۱۶۲۰ز کال د نومبر پر اتمه له پراګ ښار سره نېږدې په سپین غره کې شوې وه چې پکې کیتلېک عیسویان او د اروپا د هبزبورګ سلطنت واکمنه کورنۍ یو لوري ته او د بوهېمیا ایالتونه او پروټېسټنټ عیسویان بل لوري ته ول. د سپین غره په نوم د تاریخي جګړې د تمثیل په اړه ویډیويي رپورټ.