خوستوالو د بې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکي توکو او درملو د مخنيوي غوښتنه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د خوست اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې هغوی دې په ښار کې د بې کیفیته او تر وخت تېرو خوراکي توکو او درملو د پېر او پلور مخه ونیسي. د هغوی په وينا، دا ډول توکي دوی ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي او وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د ځانونو د درملنې توان هم نه لري. بلخوا د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په دې برخه کې د دوی کنټرول او څارنه جدي ده او په وروستیو پينځو میاشتو کې يې دا ډول ۳۸ ټنه توکي نیولي او له مينځه وړي دي. ويډيو رپورټ