پکتیا کې د صنعتي او کرنیزو توکو نندارتون شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د صنعتي او کرنیزو توکو او حیواني محصولاتو یو ورځنی نندارتون شوی دی. د سېپټېمبر د ۲۵مې نندارتون موخه د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمینځ د اړیکو جوړول ول. په نندارتون کې د لوګر، پکتیا او خوست تولیدات هم ایښي ول. صنعتکارانو او مالدارانو له خلکو غوښتي دي چې د بهرنیو توکو پر ځای خپل تولیدات وکاروي. ویډیويي رپورټ.