په اورکزیو کې د ناامنۍ ضد قبایلي مشرانو جرګه کړې ده

د اورکزیو په ډیبوري کې د سېپټېمبر پر ۲۷مه د جرګې انځور.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزی خلک وایي چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ زیاتو شویو پېښو او هدفي وژنو سخت اندېښمن کړي دي.

د سیمې خلکو د سېپټېمبر پر ۲۷ په بر اورکزیو کې د جرګې په مهال غوښتنه وکړه چې حکومت دې په هدفي وژنو کې ککړ کسان ونیسي او د سیمې امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي.

د جرګې ګډونوالو وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې اته کسان په هدفي پېښو کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي، خو تر اوسه په پېښو کې ککړ کسان نه دي نیول شوي.

د اورکزو د حقونو غورځنګ مشر نواز اورکزي، په خپلو څرګندونو کې وویل چې د سیمې خلک نور د ناامنۍ زیاتېدو زغملو ته تیار نه دي او غواړي چې امنیت په ځای شي.

هغه زیاته کړه چې د ناامنۍ پر ضد د دوی غږ ته د ریاست له خوا منفي غبرګون ښودل کېږي، چې پر دوی مقدمې جوړېږي او ملګري یې ځورول کېږي، خو دوی به د امنیت د راوستو غوښتنې ته دوام ورکړي.

دا هم وګورئ:

په سوات او اورکزیو کې د "عزم استحکام" عملیاتو پرضد احتجاجونه شوي چارواکي اورکزو کې د داعش شتون نه منياورکزيو کې خونړۍ چاودني ۳۱ کسان وژلي

اورکزۍ ضلع مخکې د پخوانۍ فاټا برخه وه، خو په ۲۰۱۸ ز کال کې په ایین کې تر بدلون وروسته د خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځای شوه.هغه ضلع د کوهاټ، هنګو، او کورمې سره په ګاونډ کې ده.

اورکزی په دوه لویو برخو ویشل شوې ده چې یوه یې بره (شمالي) اورکزی او ښکته (جنوب) اورکزی ده. په وروستیو کلونود هغه ځای خلک ناامنۍ اغېزمن کړي دي.

د اګست په میاشت کې د ضلعې په میشتو سیمه کې وسلوالودوه کسان ووژل چې وژونکي یې لا هم نه دي نیول شوي.

د جرګې ګډونوال او ملاخېلو قبیلې ځايي مشر شکیل خان وویل چې هره قبیله باید په خپل چاپېریال کې د امنیت څارنه وکړي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې د سیمې د ناامنۍ هڅې کوي.

د جرګې بل ګډنوال او قبایلي مشر، ملک شاه پور هم په خپلو خبرو کې د اړوندو ادارو د ذمه وارۍ یادونه وکړه او د امنیت د ساتلو لپاره یې د سختو پرېکړو غوښتنه یې وکړه.

پولیس چارواکو ویلي چې د پېښو مقدمې یې ثبت کړې دي او پلټنې یې پیل کړي، خو لا هم عاملین نه دي نیول شوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اورکزیو کې د ناامنۍ پرضد جرګه او لاریون شوی دی