بنو کې وسلوالو د رضاکار ځواک ځايي مشر وژلی دی

په قبايلي سيمو کې د هدفي وژنو د مخنيوي لپاره په وار وار مظاهرې شوې دي. پخوانی انځور

بیګا وسلوالو د هدید پولیسو تاڼې په حدودږ کې د سېول ډیفنس(رضاکار ځواک) مشر ډاکټر حشمت الله په ډزو وژلی او برید کوونکي تښتېدلي دي.

د خيبر پښتونخوا په بنو کې د سېپټېمپر پر ۲۹مه ماخستن نامعلومو وسلوالو د رضاکارځواک یو ځايي مشر په هدفي برید کې وژلی دی.

د ضلعې د پولیسو ویاند بشیر خان د سېټېمبر پر۳۰ مه مشال راډيو ته وویل چې بیګا وسلوالو د هدید پولیسو تاڼې په حدودږ کې د سېول ډیفنس(ولسي ځواک) مشر ډاکټر حشمت الله په ډزو وژلی او برید کوونکي تښتېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه په یاده سیمه کې یو بل کس مړی هم موندل شوی چې لا پېژندل شوی نه دی.

تر اوسه نه ده معلومه چې دوی چا وژلي دي او نه هم پوليسو څوک تورن کړی یا نیولي دي البته وايي چې د پېښې مقدمه يې د نامعلومه کسانو ضد دایره کړې ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې پولیسو د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت وهلی دی

د بنو په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزيرستان، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دغو بريدونو ته په پام په بنو کې پولیسو او ولس مظاهرې او پرلتونه وهلي دي او په حکومت يې غږ کړی چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړي.