اسراييلو په یمن کې د حوثي یاغیانو پر سيمه بريدونه کړي دي

د اسراييلو د هوايي بريدونو وروسته د حديده له بندره د اور لوخړي پورته کېږي.

اسراییلي پوځ د یمن په ساحلي ښار حدیده کې د ایران پر ملاتړ لرونکو وسلوالو بریدونه کړي دي.

دا ښار د ایران د اتحادي حوثي یاغیانو په واک کې دی.

د اسراییلي پوځ ویاند کېپټن ډېویډ اوراهم د سېپټېمبر پر ۲۹مه فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې دوی په پراخه توګه د لسګونه جنګي الوتکو په مټ په راس عیسا او حدیده سیمو کې هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د ده په وینا، د حوثي ترهګر رژیم په پوځ استعمال کې ول.

دوی وايي چې په دې هوايي بریدونو کې د حوثیانو تر انتظام لاندې د بجلۍ جوړولو یوه کارخانه او هغه بندر په نښه شوي دي چې د دوی په وینا، تېل ورڅخه لېږدول کېدل او له ایرانه پرې وسلې ترلاسه کېدلې.

اسراییل تر دې وړاندې په جولايي میاشت کې هم پر دې بندر برید کړی وو.

دا هم وګورئ:

امريکا او متحدانو يې د اسراييلو او لبنان ترمینځ د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې دهنتنياهو: له ايران او د هغوی له لاسپوڅو ډلو سره په جګړه بوخت یو

دا تر هغې وروسته ده چې اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.

نصر الله د ایران یو نېږدې متحد او مهم ملګری وو چې د حزب الله له لارې یې د لبنان په سیاسي او پوځي چارو کې مهمه ونډه درلوده. هغه د اسراییل او نورو سیمه ییزو ځواکونو پر ضد د مقاومت مشري کوله.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. اروپايي ټولنې یوازې د حزب الله پر نظامي څانګې بندیز لګولی دی.

په همدې حال کې د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې د ایران پلوې حزب الله د مشر حسن نصر الله وژنه "په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې د ځواک د توازن بدلولو" لپاره اړین اقدام وو.

د اسراییلي پوځ له خوا د بيروت په جنوب کې د حزب الله ډلې پر مرکز له زیاتو شویو بريدونو سره د نړۍ په مشرانو کې دا وېره را پورته شوې ده چې په منځني ختیځ کې ښايي پراخه جګړه پیل شي.

په لبنان کې وضعیت پر داسې وخت لا خراب شوی دی چې په غزې کې د اسراییلو د جګړې شاوخوا یو کال په پوره کېدو دی.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل شول. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول.