په رېګي للمه ميدان کې د پي ټي اېم پر انتظامي کيمپ تر بريد وروسته حال

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ويلي چې د پېښور پولیسو یې په خیبر کې د راتلونکې جرګې پر انتظامي کیمپ برید کړی دی او ځينو خیمو ته یې اور ورته کړی دی. نوموړي د اکتوبر پر دويمه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي ول چې د پېښور پولیسو له ځينو پټ مخيو کسانو سره يو ځای د اکتوبر پر دویمه تر نيمې شپې وروسته پر انتظامي کيمپ ډزې وکړې او د اوښلن ګيس په نتیجه کې یې ځينې ملګري ژوبل شوي او ځينې بې هوښه شوي دي. نوموړي تر هغه څو ساعته وروسته ليکلي چې پوليسو د اکتوبر پر دويمه ماسپښين مهال يو ځل بيا د جرګې پر انتظامي کيمپ بريد وکړ. د انتظامي کيمپ مشران وايي چې د دوی ځينې غړي نيول شوي او ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي. د خيبر پښتونخوا پوليسو او صوبايی حکومت لا د پي ټي اېم د دعوې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي خو په خیبر کې د پولیسو یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ومنله چې د جهانګیر خان په نوم يې يو کس ګرفتاره کړی دی او د هغې پيښې په اړه د نورو معلوماتو شریکولو "اجازه" نه لري. ويډيو رپورټ