په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند مظاهرې دوام لري

د تحریک انصاف ګوند ځیني مشران د مظاهرې لپاره روان لیدل کېږي: انځور اکتوبر۴، کال ۲۰۲۴م

پاکستان تحریک انصاف ګوند چې د اکتوبر پر څلورمه یې په اسلام اباد کې د مظاهرو اعلان کړی وو، د اکتوبر پر پنځمه یې هم خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی او هڅه کوي د جمهوریت څلورلارې یا ډي چوک ته ځانونه ورسوي.

خو راپورونه وايي، د سر ښار اسلام اباد پولیسو لارې تړلې او د یاد ګوند پلویانو ته اجازه نه ورکوي چې د مظاهرې لپاره ټاکل شوي ځای ته ځانونه ورسوي. په ورته وخت کې پولیسو د تحریک انصاف ګوند د بنیاد اېښودونکي عمران خان د دوو خویندو عظما خان او حلیمه خان په ګډون د پارټۍ ګڼ پلویان ګرفتار کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو سیکرټري شېخ وقاص د اکتوبر په پنځمه په ایکس پاڼه په یو ویډيويي پیغام کې ویلي چې په اسلام اباد کې د هغوی احتجاج دوام لري. نوموړي اعلان وکړ چې سر له ننه به د هغوی د ګوند پلویان د پنجاب په ټولو ضلعو کې هم احتجاج کوي.

دا هم وګورئ: محسن نقوي: تحریک انصاف به د اسلام اباد مظاهرې سخت غبرګون وویني

د پاکستان تحریک انصاف په رسمي ایکس پاڼه معلومات ورکړل شوي چې د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور په ګډون د ګوند ګڼ پلویان ډي چوک ته د تللو هڅه کوي خو په لاره کې ورته خنډونه جوړ دي او په ګڼ شمېر کې پوځیان د دوی د مخې نیولو لپاره تعینات شوي دي.

د تحریک انصاف ګوند مشران تور پورې کوي چې پولیسو ورباندې اوښلن ګېس یې پرې استعمال کړی دی خو دوی هوډ ښکاره کوي چې هرومرو به خپله احتجاجي جلسه کوي.

بل پلو، د اسلام اباد پولیسو مشر علي ناصر رضوي رسنیو ته ویلي چې د پي ټي اې لسګونه پلویان یې نیولي دي. په عین حال کې په اسلام اباد کې د موټر سایکل په غبرګې سپرلۍ بندیز لګول شوی او د ښار په زیاترو برخو کې موبایل فون سروس هم ځنډول شوی دی. همدا راز اسلام اباد ته د تلونکیو لارو په ګډون خپله د اسلام اباد دننه پر بیلا بیلو لارو لکه فېض اباد، مارګله روډ، ګولړه روډ فلای اوور او پر انډر پاس کنټېنرې لګول شوې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اسلام اباد کې د پي ټي ای د احتجاج د مخنيوي لپاره يوشمېر لارې تړل شوي

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې تر ۱۷مې په اسلام اباد کې د پوځ د ځای پر ځای کولو اعلامیه خپره کړې وه. د اکتوبر پر څلورمه په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي وو چې دا ګام په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې د امنیت په خاطر اخیستل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه به د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې وشي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان، ايران او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

هغه سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

تر هغې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر څلورمه خبرداری ورکړی وو چې چا ته به هم د مظاهرو لپاره اسلام اباد ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.