د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن نقوي: تحریک انصاف به د اسلام اباد مظاهرې سخت غبرګون وویني


په وروستیو کې تحریک انصاف احتجاجونو ته زور ورکړی دی ـ پخوانی انځور.
په وروستیو کې تحریک انصاف احتجاجونو ته زور ورکړی دی ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو ته خبرداری ورکړی دی چې که په اسلام اباد کې یې د مظاهرې هڅه وکړه نو پرضد به یې اقدام وکړي.

محسن نقوي د اکتوبر پر درېیمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ملایشیا د وزیراعظم په ګډون د نورو هېوادونو پلاوي د پاکستان په سفر دي نو ځکه دې تحریک انصاف احتجاج نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت د وضعیت کنټرولولو لپاره د پوځ او رېنجرز ځواک سرتېري هم اسلام اباد ته وربللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو او د عدلیې د ازادۍ لپاره نن (د اکتوبر پر څلورمه) د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د مظاهرې اعلان کړی دی.

هغه ګوند د اکتوبر پر دویمه هم د پنجاب په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې اعلان کړې وې خو صوبايي حکومت د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې په عملي کولو پر ولسي غونډو او احتجاجونو بندیز ولګاوه.

تحریک انصاف او د اسلام اباد اوسېدونکي وايي چې انتظامیې هغه ښار ته تلونکې لارې تړلې دي او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي دي.

تحریک انصاف په وروستیو کې د عمران خان د خوشې کولو لپاره د احتجاجونو لړۍ پیل کړې ده.

هغه ګوند د سېپټېمبر پر ۲۱مه په دې لړ کې په لاهور کې جلسه کړې وه. له دې دوه اوونۍ مخکې ګوند د اسلام اباد سره نېږدې جلسه کړې وه او د عمران خان د خوشې کولو لپاره یې حکومت ته دوه اوونۍ مهلت ورکړی وو. د هغې جلسې وروسته د اسلام اباد پولیسو د تحریک انصاف د مخکښ بیریسټر ګوهر په ګډون ځینې مشران نیولي ول چې د څو ورځو تر قید وروسته عدالت خوشې کړل.

تحریک انصاف د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ګڼې څوکۍ لري چې غړي یې د اپوزیشن په څوکیو ناست دي. هغه ګوند د ۲۰۲۴ز کال د فیبرورۍ په انتخاباتو کې د دریم ځل لپاره د خیبر پښتونخوا حکومت ګټلی دی چې اوس مهال یې مشري علي امین ګنډه پور کوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه نیول شوی وو، ځکه چې پر هغه تور وو چې په حکومت کې یې دولتي ډالۍ په غیر قانوني توګه پلورلې وې. د هغه نیونه په ټول پاکستان کې د پراخو لاریونونو لامل شوه، چې د پوځ پر تاسیساتو هم بریدونه وشول. وروسته سپریم کورټ د هغه ګرفتاري غیرقانوني وګرځوله او هغه خوشي شو. له دې پس د هم دغه کال د اګست پر پینځمه د اسلام اباد سېشن عدالت عمران خان ته په توشه خانه کیس کې د درو کلونو د بند سزا واوروله او عمران خان بیا ونیول شو.

هغه مهال پر عمران خان نورې مقدمې هم جوړې شوې او سزاګانې ورته واورول شوې خو په جولای کې عدالت د عدت تر پای ته رسېدو مخکې د نکاح په قضیه کې د عمران خان او د هغه د مېرمنې، بشرا بي بي، د خوشې کولو امر وکړ، خو هغوی لا هم د "توشه‌ خانې" په قضیه کې په بند کې پاتې دي.

له دې پرته د تحریک انصاف یوشمېر نور مخکښه مشران هم په بېلابېلو قضیو کې بندیان دي چې د خوشې کولو لپاره یې پلویانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي او د ګوند د نورو مشرانو او غړو پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG