کراچۍ کې پر چينايي انجنیرانو ځانمرګي برید څومره زیان رسولی؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې پر چينایانو ځانمرګی برید کې د چينايي انجنیرانو پر وژل کېدو سربیره، ګڼ ګاډي سوځېدلي او پراخ ويجاړی شوی دی. د اکتوبر پر شپږمه، د جناح نړيوال هوايي‌ډګر سره نیږدې د شپې شوې دې حمله کې د ۲ چينايانو تر وژل کېدو وروسته د چين حکومت پر پاکستان غږ کړی چې وګړي دې یې خوندي او بریدګرو ته سزا ورکړي. د حملې ذمه واري له پاکستانه د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ لېبریشن ارمي مجيد برېګېډ پر غاړه اخیستې. په دې برید کې يو چينايي وګړی او ۸ پاکستانيان ژوبل شوي هم دي. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي چې دا د چين – پاکستان پر دوستۍ برید دی او کوونکو ته به یې سخته سزا ورکول کېږي. نور حال یې د نیاز علي په دې ويډيو کې وګورئ.