د سیند صوبې چارواکي ادعا کوي چې د کراچۍ له هوايي ډګره بهر د چینایی وګړو پر قافله د ځانمرګي برید په تړاو یې يوه ښځه او دوه سړي نيولي دي.
د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاء الحسن لنجار د صوبې د اعلا پولیسو چارواکو تر څنګ د نومبر په ۱۱ مه په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه برید په تړاو ګل نیسا، جاوید عرف سمیر او فرحان نیول شوي دي او پلټنې ترې پیل شوي دي.
نوموړي تور پورې کړ چې دغو کسانو د ځانمرګي بریدګر سره مرسته کړې وه. لنجار همدا راز وویل، د نیول شویو کسانو سره په دې برید کې یو شمېر نورو کسانو هم مرسته کړې چې د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.
لنجار زیاته کړه: "په نيول شوو کسانو کې ریکشه ډرايور فرحان شامل دی. بل تن جاويد عرف سمیر شامل دی او يوه ښځه هم نيول شوې ده۔ له دوی څخه نورې پلټنې روانې دي. دوی پر چينايانو د ځانمرګي برید لپاره مرسته کړې وه."
د اکتوبر په شپږمه د کراچۍ له هوايي ډګر سره نزدې د چینایانو پر یو کاروان ځانمرګی برید شوی وو چې د دوو چینایانو په ګډون پکې درې کسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي وو. له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوڅ لیبریشن ارمي (بي ایل اې) د برید ذمه واري منلې وه.
لنجار وویل په ځانمرګي برید کې کارول شوی موټر په کراچۍ کې اخیستل شوی و، خو د هغه په وينا پیسې یې د بلوچستان په حب کې ورکړل شوې وې او په دغه موټر کې له ۳۰ تر ۴۰ کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي وو.
د پاکستان حکومت منلې چې په هغه هدفي بريد کې وژل شوي چينايان ډېر مهم انجينران ول. د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب د اکتوبر په نهمه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې په ځانمرګي برید کې د دوو وژل شويو انجینرانو سره یې په دې اړه خبرې کولې چې پاکستان ته د انرژۍ په برخه کې د ورکړي قرض شرطونه اسانه کړي. اورنګزېب زیاته کړه چې د دغسې مهمو خلکو وژل کېدل د پاکستان اقتصاد ته "لوی زیان" اړوي.
تر دې حملې وروسته، د چین سفارت د پاکستان پر حکومت غږ کړی وو چې سمدستي دې چينايي وګړو ته امنيت برابر کړي. چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.