اتمانزو جرګې د پي ټي اېم غونډه کې د ګډون لپاره خپل احتجاج ځنډولی

د اتمانزيو جرګې مشران او غړي په شمالي وزيرستان کې د امنيت د ټينګښت او په وسايلو کې د خپل حق لپاره احتجاج کوي ـ پخوانی انځور

د شمالي وزيرستان اتمانزو جرګې د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په اعلان شوې جرګه کې د ګډون لپاره خپل روان احتجاج ختم کړی دی.

جرګې له يوې مودې راهيسې په سيمه کې د امنیت په اړه د حکومتي ژمنو نه پوره کېدو پرضد احتجاج ته دوام ورکړی او د ميرامشاه او غلام خان تجارتي لاره يې تړلې وه.

د اکتوبر پر شپږمه، د اتمانزو جرګې مشر مولانا بیت الله خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دوی د اکتوبر پر ۱۱مه د پي ټی اېم لخوا په اعلان شوې جرګه چې د پښتنو قامي عدالت نوم ورکړل شوی، کې د ګډون په خاطر خپل احتجاج ځنډوي.

نوموړي زیاته کړه چې داسې تاثر ورکول کېده چې اتمانزو جرګې د پښتون قامي عدالت په نوم ناستې ناکامولو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی دی خو د ده په خبره، دوی اعلان کوي چې د اکتوبر ۱۱مې په جرګه کې به په اجتماعي توګه ګډون کوي.

تر دې اعلان وروسته دوی سړکونه خلاص کړل چې ورسره د غلام خان لاره هم پرانیستل شوه. حکومت د احتجاجانو په ځواب کې تل ويلي چې په سيمه کې امنیت راوستو ته ژمن دی او د وسلوالو ضد يې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.