په خیبر پښتونخوا کې د سرکاري پرایمري ښوونځیو استادانو د خپلو غوښتنو لپاره یو ځل بیا احتجاجونه پيل کړي دي.
د سرکاري ښوونځیو استادانو د اکتوبر پر اوومه د هغې صوبې د ګڼو ضلعو د پرېس کلبونو مخې ته د خپلو رتبو لوړلو (ترفيع) او نورو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي.
په پېښور کې د مظاهرې پر مهال د استادانو د ټولنې مشر عزیز الله مشال راډیو ته وویل چې صوبایي حکومت په ۲۰۲۲ز کال کې ژمنه ورسره کړې وه چې په نوکريو کې به یې رتبې لوړوي، خو تر اوسه یې خپله ژمنه نه ده پوره کړې.
هغه وویل "موږ هغه وخت په پېښور کې پینځه ورځې پرلت وهلی وو. بیا حکومت زمونږ غوښتنې ومنلې او له کابینې یې منظوري ورکړه. خو لنډ مهالي حکومت او د تحریک انصاف اوسنی حکومت هغه نه عملي کوي."
استادان غوښته کوي چې د نوو ګومارل شویو استادانو نوکرۍ دې پخې کړل شي. استادان دا هم وایي چې حکومت د ځینو سرکاري سکولونو د شخصي کولو پالیسي جوړوي او دوی د دې مخالفت کوي.
احتجاج کوونکو استادانو خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شوې، نو د نومبر له پينځمې څخه به په ټوله صوبه کې سرکاري ښوونځي په بشپړه توګه وتړي.
بلخوا د خیبر پښتونخوا د تعلیم ادارې یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د استادانو غوښتنې منل به وخت ونیسي، ځکه چې اوسمهال له صوبایي حکومت سره کافي پیسې نه شته.