د پي ټي اېم فعالان پولیس پر "سوله ییزو" خلکو په ډزو کولو تورنوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) دعوه کوي چې پولیسو یې د خیبر په رېګي للمه کې پر غړو او پلویانو ډزې کړې دي چې پکې درې فعالان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي. ضلعي انتظامیې او پولیسو لا د غورځنګ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي. د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس یو چارواکي د اکتوبر پر نهمه تایید کړه چې روغتون ته درې مړي او ۱۲ ژوبل کسان انتقال شوي او زیاته یې کړه چې ژوبل کسان یې بستر کړي دي. د پي ټي اېم فعالان او عیني شاهدان وايي چې پولیسو د اکتوبر ۱۱مې د جرګې له میدان سره نېږدې پر "سوله ییزو" خلکو "مستقیمې ډزې" وکړې. نور په ویډیويي رپورټ کې.