قاید اعظم پوهنتون کې د زده کوونکو ترمینځ نښتو کې ۵ کسان ژوبل شوي دي

قاید اعظم پوهنتون د پاکستان له معیاري تعلیمي ادارو ګڼل کېږي - پخوانی انځور.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د قایداعظم پوهنتون د زده کوونکو د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې پینځه زده کوونکي ژوبل شوي دي.

د پوهنتون یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه نښته د اکتوبر ۱۰مې په ماښام د زده کوونکو د دوه ټولنو پښتون کونسل او پنجابي کونسل د زده کوونکو ترمینځ وشوه.

تر نښتې وروسته پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځینې کسان هوایي ډزې کوي.

د اسلام اباد د پیمز روغتون یو چارواکي رضوان الله مشال راډیو ته ویلي چې دوی ته ځینې ژوبل زده کوونکي وروړل شوې دي او درملنه یې روانه ده.

قاید اعظم پوهنتون د پاکستان له لویو او ښو پوهنتونونو یو بلل کېږي چې پکې تر دې مخکې هم د زده کوونکو د ډلو ترمینځ نښتې شوې دي. په ۲۰۲۳ز کال کې هلته د زده کونکو ترمینځ د نښتو وروسته پوهنتون د څه مودې لپاره بند شوی وو.

د قاید اعظم پوهنتون انتظامیې تر نښتې وروسته په یو بیان کې سر له ننه (د اکتوبر له۱۱مې) بيا د اکتوبرتر ۲۰مې د هاسټلونو تړلو اعلان کړی او پر زده کوونکو یې غږ کړی چې هاسټلونه خالي کړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال به انټرنېټ او د موبایل ټېلېفونونو خدمات هم بند وي. ټاکل شوې ده چې د شنګهای همکارۍ سازمان غونډه د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې وشي.