پي ټي اېم وايي انتظامات بشپړېږي او د جرګې لومړنۍ چارې پیل شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د اکتوبر پر ۱۱مه د درې ورځنۍ لویې جرګې لومړنۍ چارې پیل کړې دي. ټاکل شوې وه چې جرګه سهار پیل شي خو وروسته یې وویل چې انتظامات بشپړوي او د جمعې تر لمانځه وروسته یې پیلوي. پي ټي اېم وايي چې د انتظاماتو نه بشپړېدو لامل دا دی چې پولیسو او امنیتي ځواکونو یې څو ځلې د خیبر د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر کیمپ چاپې ووهلې او چارواکو په پېښور او نورو ښارونو کې دوکاندارانو ته ویلي ول چې هغوی ته دې شیان په کرایه نه ورکوي. د پي ټي اېم مخکښ فعالان وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ډاډ ورکړی دی چې د جرګې پر مهال به هېڅ مشکل نه جوړېږي او په پوره ازادۍ دې خپله ناسته ترسره کړي. نور په ویډیو کې.