په کورمه کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي، يوشمېر ژوبل دي

ځینې ژوبل کسان د پاړه چینار روغتون ته وروړل شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ډزو په دوه بېلا بېلو پېښو کې لږترلږه ۱۵ کسان وژل شوي او یوشمېر ژوبل دی.

چارواکي وایي دواړه پېښې نن ( د اکتوبر پر ۱۲مه) د ضلعې په کونج عليزو کې شوي دي.

د ضلعي انتظامیې یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې لومړۍ پېښه هغه مهال وشوه چې ناپېژندليو وسلوالو د کونج عليزو غره ته تللي درو کسانو ډزې وکړې او هغه يې ژوبل کړل.

دویمه پېښه تر هغه لږ وروسته د کونج عليزو له پل سره نېږدې هغه مهال وشوه چې وسلوالو له سدې څخه غوزګړۍ ته د مقبلو د ګاډو پر قافله برید وکړ.

چارواکي دا هم وویل چې داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

د مقبلو يو مشر عمران مقبل مشال راډيو ته وويل چې په هغه بريد کې د قافلې ۱۴ کسان وژل شوي او نهه ژوبل دي.

چارواکی وايي، په سیمه کې د ګاډو له قافلې سره د روان ملېشې ځواک سرتېرو په ډزو کې یو بریدګر هم وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته وویل چې په برید کې د ملېشې دوه سرتېري هم وژل شوي، خو لا هم د کورمې انتظامي او پوځي چارواکو د سرتېرو وژنه نه ده تایيد کړې.

چارواکي وایي چې په پېښو کې ژوبل کسان یې د پاړه چینار روغتون ته وړي دي او ځینې د کورم ملېشې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ځينو چارواکو مشال راډيو ته د مرګژوبلې د زياتوالي اندېښنه ښوولې ده.

د کورمې تر تازه پېښو وروسته ځینو فعالانو او د سیمې ځینو خلکو پر ټولنیزو رسنیو عکسونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې د ډزو ښکار شوي ګاډي لیدل کېږي.

تر پېښو وروسته په کورمه کې حالات کړکېچن شوي او حکومت د تګ راتګ ټولې لارې تړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د سېپټېمبر پر ۲۸مه د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د نهه ورځینو نښتو وروسته اوربند وشو.

د کورمې روغتیايي چارواکي، پولیس او ځايي مشران وايي چې په سیمه کې د سېپټېمبر له ۲۰مې څخه شویو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

تر هغو نښتو وروسته تر ډېره سړکونه تړل شوي ول چې پر ضد يې د سیمې خلکو احتجاجونه هم کړي ول. تر احتجاجونو وروسته حکومت ټل ـ پاړه چینار او نورې لارې خلاصې کړې وې او ګاډیو ته یې د قافلې په شکل کې د تللو ویلي ول. د هغه ګاډو د ساتنې لپاره حکومت امنیتي ساتونکي هم ګمارلي ول.

دا هم وګورئ:

کورمه کې تر ۹ ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دیپه کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ جګړه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ ته رسېدلیکورمه کې د جګړې درولو لپاره په پاړه چینار کې احتجاج شوی دی

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

دا راز په سیمه کې د یو بل پر ضد د مورچو جوړولو په سر هم دواړو ډلو ترمینځ لانجې راپورته کېږي چې کله نا کله تر وسلوالو بریدونو ورسېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.