کورمه کې د ګاډو پر کاروان د برید ضد احتجاج شوی دی

په کورمه کې ترتاو تریخوالي وروسته په سامانونو بار ګاډي ولاړ دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا کورمې په سده کې لسګونه خلکو د ګاډو پر کاروان د برید ضد احتجاج کړی او په پېښه کې د لاسلرونکو د نیولو غوښتنه یې کړې ده .

د اکتوبر پر ۱۳مه احتجاج کوونکو د سدې پریس کلب مخې ته لاریون وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په سیمه کې دې د مسلک پر اساس د بریدونو لړۍ ودرول شي.

دا وروسته له هغې ده چې وسلوالو د اکتوبر پر ۱۲مه د کونج عليزوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. دوی وايي وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ. په دواړو پېښو کې ۱۷ کسان ووژل شول. چارواکي وایي چې داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.

د غوزګړۍ عمران مقبل رسنیو ته ویلي، چې د حکومت تر سیوري لاندې ورباندې ظلم شوی او پکار ده چې پوښتنه یې وشي.

بلخوا، په پاړه چینار کې د اکتوبر پر ۱۳مه، د ترسره شویو بریدونو په تړاو د شیعه ګانو مشرانو، سیاسي شخصیتونو او ديني عالمانو په ګډه غونډه کې هغه بریدونه غندلي دي. دوی له حکومته د سیمې د امنیت خرابوونکو پر ضد د ګامونو غوښتنه کړې.

د بریدونو وروسته د سیمې حالات لا کړکېچن دي او عام ولس د غیریقیني وضعیت سره مخامخ دی. په سیمه کې د تګ راتګ ټولې لارې په بشپړ ډول تړل شوې دي او حکومت د موبایل انټرنېټ بندیز موده نوره هم غځولې ده. که څه هم د سدې بازار نن (د اکتوبر پر ۱۴مه) بېرته خلاص شوی، خو په نورو ځایونو کې د لارو بندېدو له وجې خلک ایسار پاتې دي او هلته کاروباري چارې کمزورې شوې دي.

د شاه دولت خیلو لایق حسین د مشال راډیو سره پر ۱۴ اکتوبر ویلي، چې په سیمه کې له وروستیو پېښو وروسته عام ولس د ستونزو سره مخ شوی دی.

بلخوا، په دې ټول وضعیت کې د ضلعې انتظامیې هیڅ دریځ مخې ته نه دی راغلی او نه پولیسو څه ویلي دي. البته د سرکاري جرګې یو غړي حاجي عزت ګل د اکتوبر پر ۱۴مه، مشال راډیو ته وویل چې کله هم علاقې ته د حل لپاره راشي، نو حالات ورته نور هم خراب کړی شي.

ګل وايي چې دا ځل یې پرېکړه کړې چې تر څو د ګاډو پر کاروان د برید پوښتنه نه وي شوې، د جرګې غړي خپل کار د احتجاج په توګه دروي.

هغه دا هم ویلي چې د اتوار په ورځ د پېښې په تړاو تر ۸۰ پورې مشکوک کسان نیول شوي، چې په کې ځیني مهم کسان شامل دي.

د سدې ملک عبدالوالي خان د اکتوبر پر ۱۲مه مازیګر مهال په ویډیویي پیغام کې وویل چې حکومتي جرګه دې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ د وروستي اوربند تړون د ماتېدو له وجې ۱۲ کروړه روپۍ ضمانت ضبط کړي او هغه پیسې دې په بریدونو د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته ورکړي.

دا هم وګورئ:

په کورمه کې په دوه جلا جلا پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي، يوشمېر ژوبل ديکورمه کې تر ۹ ورځنیو نښتو وروسته اوربند شوی دیپه کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ جګړه کې د وژل شویو شمېر ۴۳ ته رسېدلیکورمه کې د جګړې درولو لپاره په پاړه چینار کې احتجاج شوی دی

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د د سېپټېمبر پر۲۰مه د ځمکې پر نښتې پیل شوی وې چې وروسته یې فرقه ییزه بڼه واخیسته او د ضلعې تر یوشمېر سیمو وغځېدې. په هغو نهه ورځنیو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شوي ول.

نښتې له اورکزیو، هنکو او کواټ څخه د ورغلیو مشرانو د جرګې په مرسته تر اوربند وروسته ودرېدې.

د سیمې اوسېدونکو د هغه فرقه ییز تاوتریخوالي پرضد مظاهرې هم کړې وې. د امنیت د خرابې وضعې له وجې هلته د تګ راتګ لارې تړل شوې وې خو وروسته حکومت د ټل او پاړه چینار ترمینځ لویه لاره پرانیسته او مسافر لېږدوونکو ګاډو ته یې ویلي ول چې د کاروانونو په شکل کې دې تګ راتګ کوي. چارواکو د هغو کاروانونو د امنیت لپاره سرتېري هم ځای پر ځای کړي دي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.