بنو کې د وسلوالو او پوليسو ترمینځ جګړه کې ۵ وسلوال او ۴ پولیس وژل شوي دي

په بنو کې پولیس سرتېرو ناکه لګولې ده ـ پخوانی انځور.

بنو کې د پولیسو پر مرکز وسلوالو برید کړی او دا مهال د پولیسو او وسلوالو ترمینځ جګړه روانه ده.

د بنو په پولیس لاین کې یو پولیس افسر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته یې د نوم پټ ساتلو په شرط وویل چې وسلوال پولیس لاین ته دننه شوي دي او سرتېري ورسره په جګړه بوخت دي. د چارواکي په وینا، وسلوال د پوليسو ودانۍ ته ورننوتي دي او نښته روانه ده. پوليسو مشال راډیو ته ويلي چې تر اوسه پورې ۵ وسلوال او څلور پوليس سرتېري وژل شوي دي او جګړه لا درونه ده.

امنیتي ځواکونو پولیس لاین ته نېږدې لارې تړلي دي او ورسره په نېږدې سیمو کې ډزې هم اورېدل کېږي. دا راز په سیمه کې په هوا کې پوځي کاپیټرې هم لیدل کېږي.

د بنو په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزيرستان، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دغو بريدونو ته په پام په بنو کې پولیسو او ولس مظاهرې او پرلتونه وهلي دي او په حکومت يې غږ کړی چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

په بنو کې پر پولیسو د بریدونو ضد د سېپټېمبر په میاشت کې پولیسو احتجاج کړی وو چې تر څو ورځو پورې روان وو.