د خیبر پښتونخوا په نوښار کې پوليس وايي چې له واده څخه د انکار له وجې یوه ۱۸ کلنه جینۍ وژل شوې ده.
د پبو تاڼې پوليسو د اکتوبر پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وویل، وژل شوې جینۍ د مردان اوسېدونکې وه او چې کله د اکتوبر پر ۱۳مه ماښام مهال د تره له زوی شهسوار سره پر موټر سايکل روانه وه چې د پبو له سبزي منډۍ سره نېزدې پرې دوو کسانو ډزې وکړې او ويې وژله.
دا هم وګورئ: پاکستان کې ولې ښځې وژل کېږي؟
شهسوار په پبو تاڼه کې رپورټ (ايف ای ار) دایر کړی چې پکې یې پر حمید او ودود نومې دوو کسانو د جينۍ د وژنې تور پورې کړی دی. نوموړي په رپورټ کې دعوه کړې چې حميد له دې جینۍ سره واده کول غوښتل خو هغې انکار وکړ نو ځکه يې ووژله. د تورنو کسانو دريځ لا مخې ته نه دی راغلی. پوليس وايي د مبینه وژونکو د نیولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.
په خيبر پښتونخوا له واده څخه د انکار پرته په بېلا بېلو پېښو کې ښځې وژل کېږي چې پرضد يې د بشري حقونو سازمانونو مظاهرې کړې دي. دوی وايي چې په پاکستان کې د ښځو پر ضد د تشدد مخینوي لپاره قوانین شته خودوی شکایت کوي چې پر دغو قوانینو په سمه توګه عمل نه کېږي.