د طالبانو حکومت د ژویو د عکسونو پر خپرولو د بندیز لګولو ژمنتیا ښوولې

د افغانستان په کندهار ښار کې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت دفتر ـ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ژمنتیا ښوولې چې پر خبري رسنیو به بندېز لګوي چې د ژویو، یعنې ساه لرونکو موجوداتوعکسونه خپاره نه کړي.

د وزارت ویاند، سیف الاسلام د اکتوبر پر ۱۴مه، فرانس خبري اژانس (اې ایف پي) ته وویل چې دا قانون د ټول افغانستان لپاره دی او په مرحله واره توګه به عملي شي. نوموړي زیاته کړه چې په دې لړ کې به خلک قانع کوي چې د ساه لرونکو موجوداتو عکسونه د "شریعت خلاف" دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وروستیو کې داسې قوانین اعلان کړي، چې په کې یې د اسلام سخته تشریح کړې ده، خو په سختۍ سره یې د دې نوي قانون عملي کول لا هم نه دی پیل کړي. په عین حال کې، طالب چارواکي په خپله هم هره ورځ په ټولنیزو رسنیو د خلکو عکسونه خپروي.

طالبانو په افغانستان کې له واک نیولو وروسته ګڼ محدودیتونه لګولي دي. د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار یې محدودیتونه لګولي، ښځو ته د حجاب اغوستل لازمي کړي دي، او هغوی له تفریحي ځایونو او اوږده سفرونو څخه منع شوې دي.