د پښتون قامي عدالت په نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ د خيبر جرګې ته د سيمې ګڼ هنرمندان او فرهنګيان هم ورغلي ول. دوی وايي، په جرګه کې يې د ګډون هدف د امن غږ بدرګه کول وو. د دوی په خبره، د هنر د ساتنې او پالنې لپاره امن ضروري دی.
په هغه جرګه کې زرګونو پښتنو ګډون وکړ، چې د سيمې شاعران، ليکوالان، فرهنګيان او هنرمندان هم پکې ول. له هغو څخه يو پېژندل شوی سندرغاړی شوکت سواتی هم وو. نوموړي د اکتوبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل، د ده پشمول ګڼ نور پښتانه هنرمندان جرګې ته ځکه ورغلي ول چې د پښتني هنر د ژغورنې او پالنې لپاره امن ضروري دی. سواتي زياته کړه، دوی په مشورتي جرګګيو کې خپل نظرونه وړاندې کړل او هيله من دي چې جرګه به غور ورباندې وکړي.
هغه وايي: "جرګې ته ټول خلک د دې لپاره ورغلي ول چې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو خبرې وکړي. دا سمه ده چې د جرګې په اعلاميه کې په ځانګړې توګه د پښتني هنر يا موسيقۍ ذکر و نه شو، خو موږ په بېلا بېلو کېمپونو کې ناستې او له هنر سره پر تړليو موضوعاتو خبرې وکړې. موږ هيله من يو چې غږ به مو د جرګې مشرتابه ته ورسي او په راتلونکې کې به کار ورباندې وشي. د يو شاعر او سندرغاړي لپاره تر ټولو ضروري څيز امن دی. په جرګه کې سندرې وويل شوې، اتڼونه هم پکې وشول، او دا ځکه چې له سندرې بغير ژوند نيمګړی دی. کوښښ مو دا دی چې امن راشي او موږ خپلې سندرې په خلاص مټ ووايو."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پېښور کې د مفکوره په نوم د يوې څېړنيزې او هنري ادارې مشر حيات روغانی هم وايي چې پښتانه هنرمندان د خيبر جرګې ته د امن له هيلې سره ورغلي ول. نوموړي مشال راډيو ته وويل، که پښتانه خپل هنر او هنرمند ته ارزښت ورکړي نو له سيمې به يې ترهګري او سختدريځي په خپله کډه وکړي.
هغه وايي: "ما په جرګه کې ګڼ هنرمندان وليدل چې د خپلې مينې څرګندونه يې کوله. له دوو تنو افغان هنرمندانو سره مې خبرې هم وشوې. هغوی راته وويل چې که امن راشي نو موږ ته به لارې پرانیستل شي. زه وايم چې که د سختدريځۍ مخنيوی وشي نو ارټ به په خپله مخ ته لاړ شي. ارټ په خلکو کې مينه او زغم پيدا کوي. تر ټولو مهمه دا ده چې موږ شعوري سياست او په څنګ کې يې هنري مزاحمت وکړو. موږ سربېره پر دې چې حالات نامساعد دي، خپل کوښښ کوو او د هغې اغېز هم وينو. ډېری کسان چې مخکې به يې په بډه تماچه (تفانچه) ګرځوله، اوس راځي او موږ ته وايي چې رباب رازده کړئ."
دا هم وګورئ: پښتانه هنرمندان: د پاکستان پرتله هند کې هنرمندان زيات قدر لري
د مفکوره په نوم اداره په پېښور کې د علمي مباحثو تنظيمولو ترڅنګ کتابونه چاپوي او د موسيقۍ د زده کړې پروګرام هم چلوي.
له ۲۰۱۸ز کال راهيسې، چې پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي اېم جوړ شوی دی، د سيمې يو شمېر هنرمندانو ورته ځانګړې سندرې ويلې دي، چې ځينو يې د غورځنګ د ترانو ځای نيولی دی.
دا چې پښتون ژغورنې غورځنګ د سيمې هنر، په تېره موسيقۍ ته څومره ارزښت ورکوي او د هنرمندانو د مينې په ځواب کې هغوی ته څه وايي؟ دا پوښتنه مې د اکتوبر پر ۱۵مه د غورځنګ له يوه مخکښ او د خيبر په جرګه کې د شمالي وزيرستان د ولسونو له استازي ډاکټر ګل عالم وزير نه وکړه، نو هغه راته وويل چې د هغې ورځې په ارمان دی چې سيمه امن او حجرې يې يو ځل بيا د موسيقۍ په محفلونو ابادې شي. "په تېرو وختونو کې همدا زموږ هنر وو چې خلک به يې سره ټولول. هېڅ بنديز نه وو، په حجرو کې به د رباب او منګي محفلونه ول. پښتانه هنرمندان زموږ وروڼه دي، کار ته يې په درانه نظر ګورو. روانې ترهګرۍ زموږ د هنرمندانو کار او ژوند اغېزمن کړی دی. خو اميد دی چې امن راشي او خوشالي به مو نصيب شي."
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د اکتوبر پر ۱۳مه د پښتون قامي عدالت په نوم د پښتنو د سترې جرګې په پای کې يوه ۲۲ نکاتي اعلاميه خپره کړه، چې تر ډېره د پښتنو سيمو د امنيت او د هغو د وسايلو د واک په څېر موضوعاتو څرخېده.
د سيمې هنرمندان او فرهنګيان هيله من دي چې د جرګې د پرېکړو د تطبيق په برخه کې به جدي کار وشي او په نتيجه کې به يې پښتانه د هوسا ژوند او غوړېدلي هنر څښتنان شي.