بلوچستان کې مزدوران څوک او ولې وژني؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث په بلوچستان کې د مزدورانو، په تېره بیا د سکرو په کانونو کې د کارکوونکو، وژنو ته ځانګړی شوی دی. وسلوالو د اکتوبر پر ۱۰مه شپې ناوخته د هغې صوبې په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې ۲۱ کانکيندونکي ووژل. په دوکۍ کې د هغې پېښې پر ضد احتجاج او کاربندیز وشو. دا په وروستیو کې د سکرو د کانونو مزدورانو د وژلو تر ټولو لویه پېښه بلل کېږي. خو څوک هغه مزدوران وژني؟ د دې او نورو پوښتنو د ځواب لپاره بشپړ بحث وګورئ