په خوست کې د کورنیو تولیداتو ۳ ورځنی نندارتون روان دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خوست کې د کرنیزو، صنعتي او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون روان دی. هغه نندارتون د اکتوبر پر ۱۵مه پیل شو او منتظمینو د ځڼغوزیو د تازه حاصل له وجې ورته د "تورو الماسو" نوم ورکړی دی چې موخه یې د ځڼغوزیو او نورو کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه ده. یوشمېر نړیوالو او کورنیو بنسټونو له هغه نوښت سره مرسته کړې چې پکې د پکتیا، خوست، لوګر او د افغانستان د نورو برخو شیان نندارتون ته ایښي دي. ویډیويي رپورټ.