بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ په سیند او بلوچستان کې د لسګونو بلوڅو زده کوونکیو نیول غندلي

بلوڅانو د ماورای عدالت قتلونو او جبري لادرکیو ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړي دی: انځور ډېسېمبر ۲۰، کال ۲۰۲۳

بلوڅ یکجهتي کمیټۍ د پاکستان پر پولیسو تور کوي چې له بلوچستان او سیند نه لږ تر لږه ۳۵ بلوڅ زده کوونکي پورته کړي دي.

د کمېټۍ مشرانو عبدالوهاب بلوڅ او فوزیه بلوڅ د اکتوبر په ۱۸مه په کراچۍ کې یوې شریکې خبري غونډې ته وویل چې په هغه ښار کې په چينايانو له بریده وروسته د بلوڅو زده کوونکيو د نيولو لړۍ بيا پيل شوې ده. د نوموړي په وینا تېره اونۍ چې سي ټي ډي (د ترهګرۍ ضد پولیسو) کوم ۲۰ بلوڅ زده کوونکي پورته کړي وو، د هغوی لا هم درک نشته.

د خبري غونډی پر مهال د کميټۍ د کراچۍ مشری فوزيه بلوڅ مشال راډيو ته وویل، په کراچۍ کې پر چینایانو له بریده وروسته، پولیسو د بلوڅو زده کوونکیو پر ضد د چاپو وهلو لړۍ پیل کړې ده او د ښار له بیلابیلو سیمو یې بلوڅ ځوانان نیولي دي. نوموړې مشال راډیو ته وویل، په نیولو شویو ځوانانو کې د کراچۍ پوهنتون، اردو پوهنتون او د اردو پوهنتون زده کوونکي شامل دي.

دا هم وګورئ:

پر چينايانو د بریدونو زیاتېدل: ایا پاکستان کې د چين پروژې په خطر کې دي؟شنونکي: اسلام اباد د چینايي وګړو خوندیتوب لپاره د ترهګرۍ ضد منظمې تګلارې ته اړتیا لريد جبري بې درکيو نړيواله ورځ: "له ۹ کلونو راهيسې ورک زوی ته مې هره ورځ په دروازه کې انتظار کوم"د بلوڅانو یووالي کمېټۍ د ګوادر پرلت پای ته رسولی دی د بلوڅانو یووالي کمېټي: د امنیتي سرتېرو پرضد دې پر ولسي غونډې په ډزو کې د مرګژوبلې مقدمه دایره شيبلوچ يکجهتي کمېټي: امنيتي ځواکونو ۲ احتجاج کوونکي وژلي او له ۳۰۰ زیات یې نيولي چې باید خوشې یې کړي

د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې د بلوڅو زده کوونکیو د نیولو په اړه د ترهګرۍ ضد پولیسو تر دې مهاله څه نه دي ویلي خو د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار داکتوبر په ۱۷مه د پاکستان د یو شخصي تلویزون (جیو نیوز) ته ویلي وو چې پولیس په چینایانو د برید ذمه وارو ته نږدې شوي دي خو په دغه اړه یې نور مالومات نه وو ورکړي.

بلوڅ بیلتون پاله ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي په کراچۍ کې د ترسره شوي د برید ذمه واري منلی وه.

په خبري کانفرانس کې د بلوڅ یکجهتۍ کمیټۍ مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغو کسانو پر ضد دې کارروايي وکړي چې د برید مسوولیت یې قبول کړی دی، خامخا دې هر بلوڅ تن نه ځوروي. د بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ یو مشر عبدالوهاب بلوڅ وايي، هغوی ډارېږي چې د ترهګرۍ ضد پولیس به نیول شوي بلوڅ زده کوونکي په جعلي مقابلو کې له منځه یوسي او یا به یې هم د نورو بلوڅانو غوندې تر اوږدې مودې پورې لادرکه کړي.

نوموړي د بلوچستان او سیند صوبو له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې وروستیو کې نیول شوي بلوڅ زده کوونکي دې عدالت ته وړاندې کړي او که هغوی په کومو جرمونو کې ککړ وي نو عدالت دې پرېکړه وکړي.

بلوڅ یکجهتۍ کمیټۍ تل د بلوڅانو د لادرکه کولو تور د پاکستان پر امنیتي ادارو پورې کوي خو د پاکستان پوځ دا ډول تورونه تل رد کړي دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې په يوه خبري غونډه کې ادعا کړې وه چې ځيني بلوڅان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی ورک دي. نوموړي دا هم ويلي وو چې د بې درکه کسانو شمېر په زرګونو کې نه دی.

که څه هم په پاکستان کې دننه او دباندې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې هېواد پر حکومت او امنيتي ادارو په زوره د خلکو لادرکه کولو لړۍ درولو غږ کړی او دا عمل يې د بشري حقونو ضد بللی، خو دا ستونزه لا تر اوسه "ناحل" پاتې ده.