د میرامشا بازار دوکاندارانو یو ځل بیا د ړنګو دوکانونو د معاوضې غوښتنه کړې ده

پاکستاني پوځيان د ميرامشا په وران کړي بازار کې ولاړ دي. د ۲۰۱۴ کال د جولای د میاشتې انځور.

د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان، میرامشاه بازار دکانداران او د مارکیټونو مالکان شکایت کوي چې کلونه تېر شول، خو د پوځي عملیاتو پر مهال ورته د رسېدلوتاوانونو معاوضه نه ده ورکړل شوی.

میرامشاه بازار د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې په بشپړه توګه له منځه تللی وو، او د خلکو د ستنېدو وروسته حکومت ژمنه کړې وه چې د ړنګو کورونو او بازارونو د تاوانونو معاوضه به ورکوي.

د دوکاندارانو اتحادیې مشران وايي چې تېر وفاقي حکومت د یو نیم ارب معاوضو پیسې جاري کړې وې، خو هغه پیسې هم صوبايي حکومت ټولو دکاندارانو ته نه دي ورکړې.

د دوکاندارانو ټولنې مشر انور حسن مشال راډیو ته وویل چې حکومتي او پوځي مشرانو د تاوانونو پخلی په خپله کړی، خو بیا هم د بیا بیا تصدیق په بهانو کلونه تېر شول خو معاوضې ورته و نه رسېدلې.

د ټولنې مشر ثنا الله خان مشال راډیو ته وویل چې بازار په مکمله توګه وران شو او نن هم د خلکو ځینې جايدادونه ورک دي. که څه هم لږه اندازه معاوضه ورکړل شوې خو ډېره لا هم پاتې ده.

دغو دوکاندارانو څو کاله د خپلو ړنګو دوکانونو او مارکیټونو د معاوضو د ترلاسه کولو لپاره انتظار کړی او وخت پر وخت یې احتجاجونه او لاریونونه هم کړي دي، پرلتونه یې هم وهلې دي.

دا هم وګورئ:

حکومت د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د معاوضو ورکول پیل کړل د میرامشا د ړنګو دوکانونو مالکانو حکومت ته د معاوضې ورکولو لپاره ۲ اوونۍ وخت ورکړی دید میرامشا "امن مارکېټ" سوځېدو دوکانداران زیانمن کړي دي

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د "ضرب عضب" په نوم عملیات وکړل. د هغو عملیاتو پر مهال د میرامشا بازار ړنګېدو تر څنګ د سیمې کورونو ته هم زیان رسېدلی وو او تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره شوي او له هغې ضلعې کډې کولو ته اړ شوي ول.

د پاکستان حکومت تر عملیاتو وروسته خلکو ته د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه.

حکومت د میرامشا د ړنګ بازار پر دوکاندارانو د اپریل له ۲۰مې نېټې نه د معاوضو وېشل پیل کړې دي. وفاقي حکومت د دې مقصد لپاره یو نیم اربه روپۍ منظورې کړې دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم د دکاندارانو دغو غوښتنو په ځواب کې مشال راډیو ته وویل چې څه د پاسه ۳۰۰۰ دکاندارانو ته د معاوضو چیکونه رسیدلي، او د نورو لپاره هڅې روانې دي.

د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ۶۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ کړل شوي ول.

چارواکي وایي د میرامشا بازار دوکاندارانو ته د هغوی د شوي تاوان مطابق معاوضه ورکول کېږي. د معاضې پیسې له یو لک نه نیولې تر ۱۴ لکو پورې دي. حکومت لږ تر لږه ۱۰۰ زره او زیات نه زیات ۱۴ لکه معاوضه ورکوي.

له شمالي وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی نېک محمد خان وايي، هغوی هڅه کوي چې له مرکزه د شمالي وزیرستان د میرامشا بازار د دوکاندارانو د معاوضې پیسې له مرکزه پر یو وخت صوبايي حکومت ته وسپارل شي چې د خلکو مسله ورسره حل شي.