په بنو کې د سوداګرو ټولنې د ناامنۍ ضد پرلت وهلی دی

په بنو کې مخکې هم پولیسو او ځای خلکو د ناامنۍ ضد پرلتونه وهلي ول ـ د سېپټېمبر درېیمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د سوداګرو ټولنې (متحده انجمن تاجران) نن د اکتوبر پر ۲۲مه احتجاجي پرلت پیل کړی. دوی غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې امنیت پر ځای کړل شي او د هدفي وژنو مخنیوی دې وشي.

پرلت له هغې وروسته پیل شوی چې د اکتوبر پر ۲۱مه په بنو کې د سوداګرو ټولنې د "امن پاڅون" په نوم لاریون وکړ چې پکې په زرګونو کسانو برخه واخیسته. د بنو د سوداګرو اتحادیې جنرل سیکرټر غلام کباز خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د ناامنۍ ضد یې هغه پرلت وواهه.

هغه زیاته کړه: "موږ سره چې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پر کومو ۱۶ نکاتو رضا شوی وو، باید هغه عملي شي، خو تراوسه هغه نه یوازې دا چې منظور شوي نه دي، بلکې خلاف ورزي یې هم روانه ده. زموږ پر یو ملګري جمشېد خان تشدد وشو، هغه ونیول شو. موږ د انتظامیې او حکومت خلاف اوس پرلت پیل کړی او د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به یې جاري ساتو."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې په زرګونو کسانو د ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی

بلخوا، ځایي انتظامیې او حکومتي چارواکو لا هم د بنو د سوداګرو د اتحادیې د احتجاج په اړه څه نه دي ویلي.

په بنو کې د سږ کال په جولای کې خلکو د ناامنۍ ضد پرلت وهلی وو، چې وروسته وزیراعلی علي امین ګنډه پور ورته ورغی او خلکو ته یې په سیمه کې د امنیت ډاډ ورکړ، چې ورسره ناسته پای ته ورسېده. تر دې وروسته، په سېپټېمبر کې پولیسو هم د ناامنۍ ضد احتجاج وکړ چې څو ورځې روان وو. احتجاجیان وايي چې حکومت د امنیت ژمنه کړې خو عملي کړې یې نه ده.

د بنو په ګډون، په وروستیو کې په شمالي وزيرستان، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

د اکتوبر پر ۱۴مه، وسلوال د بنو د پولیسو مرکز ته ننوتل چې تر څو ساعتونو یې له پولیسو سره نښته وکړه. په هغه برید کې د چارواکو په وینا پینځه وسلوال او څلور سرتېري ووژل شول.

په بنو او ورسره نېږدې سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

دغو بريدونو ته په پام په بنو کې پولیسو او ولس مظاهرې او پرلتونه وهلي دي او په حکومت يې غږ کړی چې سيمه دې له وسلوالو پاکه کړي.

په بنو کې پر پولیسو د بریدونو ضد د سېپټېمبر په میاشت کې پولیسو احتجاج کړی وو چې تر څو ورځو پورې روان وو.