کرکټ: هانګ کانګ د افغانستان الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلمشران د لوبې تر پیلېدو وړاندې پچه اچوي.

د اسیا ایمرجینګ کرکټ جام په ګروپي پړاو کې افغان ابدالیانو خپله وروستۍ لوبه د ۵ وېکټو په توپیر د هانګ کانګ ملي لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالۍ چې د عمان په کوربتوب ترسره کېږي، افغان لوبډلمشر د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه. افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۳۱ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې هم د افغان توپوهونکو له ډلې صدیق الله اتل مخکښ وو، هغه ۵۲ منډې وکړې. دغه راز کریم جنت ۲۱ او نعمان شاه ۲۰ منډې جوړې کړې.

د هانګ کانګ په توپ اچوونکو کې بیا انس خان ښه وځلېد چې ۶ افغان لوبغاړي یې وسوځول او د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

هانګ کانګ د ۱۳۲ منډو هدف په وروستي اور کې په داسې حال کې پوره کړ چې وار له مخې یې پنځه لوبغاړي اوټ شوي ول. له دې سره هانګ کانګ د ایمرجینګ په روان جام کې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه. د هانګ کانګ لوبډلمشر نزاکت خان ۶۱ او بابر حیات بیا ۳۹ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې عبدالرحمن رحماني ۳ او قیس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان الف لوبډلې په ګروپي پړاو کې د سریلانکا او بنګله دېش الف لوبډلې ماتې کړې دي او له وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده.

د روان جام د ګروپي پړاو وروستۍ سیالۍ به د اکتوبر په ۲۳مه نېټه پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به څرګنده شي چې د اکټوبر په ۲۵مه نېټه افغان لوبډله له هندوستان او یا هم پاکستان سره نیمه پایلوبه لوبوي.

د ویلو ده چې د اسیا ایمریجنګ جام پایلوبه به د اکتوبر په ۲۷مه نېټه وي.