په خیبر پښتونخوا کې نرښځیان ولې په نخښه کېږي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو پر ستونزو بحث کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۱مه په مردان کې په یو برید کې دوه نرښځیان ووژل شول. د "منزل" په نوم یوه ناحکومتي اداره وايي چې روان کال په هغه صوبه کې په بریدونو کې ۱۰ نرښځیان وژل شوي دي. هغه اداره وايي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ۱۴۴ نرښځیان وژل شوي دي. د نرښځیانو د حقونو فعالان وايي چې په ټولنه کې ورسره توپیر پالل کېږي او حکومتي ژمنې هم نه عملي کېږي. د خیبر پښتونخوا حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د نرښځیانو د خوندیتوب هڅو ته یې دوام ورکړی او د حقونو لپاره یې قانون جوړوي. په خپرونه کې مو د ناحکومتي سازمان "حوا لور"مشره خورشید بانو او د نرښځیانو د ټولنې مشر ارزو خان مېلمنې کړې دي. بشپړ بحث وګورئ.