د خيبر باړې سياسي اتحاد له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې په سيمه کې دې د وسلوالو پرضد عملیات "نتیجه ورکوونکي" کړي.
د اتحاد مشرانو د اکتوبر پر ۲۸مه، په پېښور پرېس کلب کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې په خيبر کې ورځ تر بلې د امنیت وضع په خرابېدو ده.
د اتحاد مشر ملک شيرين خان اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو ضد روان پوځی عملیات کومه نتیجه نه ورکوي.
هغه وویل "د اپرېشن (عملياتو) په نوم زموږ بازارونو، کورونو او ماشومانو ته زیان رسېږي خو اپرېشن څه نتيجه نه ورکوي. موږ غواړو چې دا اپرېشن نتیجه خېز شي."
د باړې سياسي اتحاد مشرانو زیاته کړه چې د خيبر ضلعې د نورو سيمو پرتله په تيرا ميدان کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ د نښتو له امله امنیتي وضع ډېره خرابه ده.
ولسي او پوځي چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ويلي، البته تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې دوی د سيمې امنیت ته ژمن دي او هوډ لري چې سيمه له وسلوالو پاکه کړي.