په اورکزو کې وسلوالو د پولیو واکسيني کيمپېن ساتونکي ۲ پولیس وژلي دي

پاکستان کې پر پوليو واکسيني ډلې تر بريد وروسته پوليس د پېښې د ځای کتنه کوي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا په اورکزو کې وسلوالو د پولیو يا ګوزڼ واکسيني کيمپېن ساتونکي دوه پولیس وژلي دي.

په اورکزو کې د روغتیایي مرکز چارواکي مبشر فارق مشال راډیو ته وویل چې نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) د هغې ضلعې په بدان سیمه کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليو د واکسیني کيمپېن پر ساتونکو برید وکړ چې پکې یو پولیس ځای پر ځای ووژل شو او دویم په روغتون ساه ورکړه.

چارواکي وایي د پولیسو په ځوابي ډزو کې درې مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

تر پېښې وروسته په بدان او ورسره نېږدې سیمو کې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو بهیر درېدلی دی.

تر دې مخکې نن سهار (د اکتوبر پر ۲۹مه) د شمالي وزیرستان په شیوه کې وسلوالو واکسیني ډله یرغمل کړې وه او د هغې پر ساتنه له ګومارل شويو درې پولیسو څخه یې وسله وړې وه.

تر پېښې وروسته په شیوه کې د پولیو څاڅکو ورکولو کېمپېن دریدلی دی خو د شمالي وزيرستان په نورو برخو کې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د اکتوبر له ۲۸مې د ګوزڼ د مخنيوي څاڅکو ورکولو اووه ورځنی واکسيني کېمپېن روان دی.

دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې د اکتوبر تر ۲۸مې پورې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۱، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې شپږ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.