د پاکستان پوځ وايي چې د خیبر پښتونخوا د بنو په غوړه بکاخېلو کې د يوې نښتې پر وخت ۸ وسلوال او ۳ پوځي سرتېري وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۳۰مه په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د اکتوبرد ۳۰مې په نښته کې په وژل شويو کې د پوځ يو ميجر هم دی او ۵ نور پوځيان ژوبل شوي دي. تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بکاخېلو يو قومي مشر او عيني شاهد ملک مست علي خان د اکتوبر پر ۳۰مه ماښام مهال مشال راډيو ته وويل چې د پوځ هېليکاپټرونه په هوا کې ګرځېدل او نښته ټوله ورځ روانه وه چې پکې يوه ښځه او يو سړی هم ژوبل شوي دي.
د اکتوبر پر ۳۰مه هم مشال راډيو ته عيني شاهدانو ويلي ول چې د جګړې پر مهال پوځي هېليکاپټرونه ګرځي او د تګ راتګ لویې لارې تړل شوې دي. ځايي خلکو زیاته کړې وه چې په خپلو کورونو کې ایسار پاتې دي او د سیمې د امنیت په اړه اندېښمن دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د يادونې ده چې په بنو او د خیبر پښتونخوا په ځينو نورو جنوبي ضلعو کې له اوږدې مودې راهیسې ناامني زیاته شوې ده. د اکتوبر پر ۲۴مه او ۲۵مه، وسلوالو په بنو او ډېره اسماعیل خان کې د ملېشه ځواک او پولیسو ۱۲ سرتېري وژلي او پینځه ژوبل کړي وو.
د بنو د ځونیخېلو (جانیخېلو) د پولیسو ویاند حنظله مشال راډیو ته ويلي وو چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د اکتوبر پر ۲۵مه د تاڼېدار سید رحمان پر ګاډي برید وکړ چې پکې نوموړی او یو بل سرتېری ووژل شول. د هغه په وينا په حمله کې په ګاډي کې ناست بل پولیس ژوبل شوی وو. د حملې ذمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
بلخوا په ډېره اسماعیل خان کې امنیتي چارواکو او پولیسو ویلي وو چې د اکتوبر پر ۲۴مه پر امنیتي پوسته په وسلوال برید کې ۱۰ سرتېري ووژل شول. د سیمې امنیتي چارواکو، چې له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته ويلي وو چې وسلوالو ماخوستن مهال په درازنده کې پر زام امنیتي پوستې حمله وکړه چې پکې درې سرتېري ژوبل هم شول.
یو پولیس چارواکي د اکتوبر ۲۵مې پر سهار مشال راډیو ته وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي او په سیمه کې یې امنیت سخت کړی دی. ناقانونه ګرځول شوې، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د برید ذمه واري منلې وه.
د دغو بریدونو او ناامنيوو پر ضد د سیمې خلکو په بیا بیا پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وهلی دی. تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي. پر دې سربیره د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه، د اکتوبر پر ۲۵مه، په بنو او ګڼو نورو سیمو کې د امن لپاره پراخ احتجاجونه شوي وو.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر د سېپټېمبر په پیل کې ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.