د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر وايي د محصلینو اتحادیې بحالوي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا په پېښور کې یوې مظاهرې ته وینا کوي: د انځور نېټه مارچ ۱۰، کال ۲۰۲۴

د خيبر پښتونخوا اعلا وزیر ویلي چې د زده کوونکو اتحاديې به بحالوي.

علي امين ګنډه پور د اکتوبر په ۳۱مه په پېښور کې د ګورنمنټ کالج کې زده کوونکیو ته په وينا کې وويل، دغه کار ځکه کوي چې په ټولنه کې د زده کوونکیو د اتحاديو ډېر مهم رول دی: "نو زه دلته اعلان کوم چې په دې صوبه کې به انشا الله د زده کوونکیو يونينونه بحالوو. ستاسو چې کومې مسلي دي او کوم حقونه دي نو په سرکاري توګه تاسو ته اختيار درکوو چې د هغو لپاره راپورته شئ."

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې دي چې د سیاسي ګوندونو د زده کوونکو سازمانونو په پېښور کې د اکتوبر پر ۳۰مه په يوه غونډه کې غوښتنه وکړه چې په پوهنتونونو کې دي د زده کوونکو پر اتحاديو لګېدلي بندیزونه لرې کړل شي.

د اکتوبر پر ۳۰مه د زده کوونکیو د اتحادیو (سټوډنټۍ یونين) د بحالۍ د غوښتنې لپاره په پېښور کې غونډه وشوه.

د غونډې کوربه، د جماعت اسلامي د زده کوونکو تنظيم اسلامي جمیعت طلبا د پېښور مشرعبدالله خلیل مشال راډيو ته وويل چې زده کوونکي بايد پرېښودل شي چې په سیاسي او نورو چارو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه چې بندیزونه د جمهوري اقدارو خلاف کار دی.

نوموړي وویل: "موږ ټول په دې موخه دلته راټول شوي وو چې د محصلینو د اتحادیو د بحالۍ لپاره یو شریک نظر مخې ته راوړو. ټول ملګري پر یو ډګر راټول کړو او یوه شریکه اعلامیه جاري کړو چې سټوډنټس یونین د وخت ضرورت دی او باید بحال شي."

دا هم وګورئ: قاید اعظم پوهنتون د زده کوونکو اتحادیو د بحالولو پرېکړه کړې ده

نوموړی وايي، که د زده کوونکو پر اتحاديو لګېدلي بندیزونه لرې شول نو د هغوی ټول مشکلات به ورسره حل شي. هغه زیاته کړه چې له همدې وجې پرایویټ یا شخصي پوهنتونونه زیات ځلېږي او د حکومتي هغو وضعیت مخ په خرابېدو دی.

د پاکستان تحریک انصاف د زده کوونکیو د سازمان د پېښور څانګې مشر حسیب خټک بیا مشال راډیو ته وویل چې محصلین اوس راویښ شوي دي او د خپل حق غوښتنه کولی شي.

یادې غونډې ته ورغلي د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی وياند محمد علي سیف مشال راډيو ته وويل چې هغه پخپله هم د زده کوونکو د غوښتنې ملاتړ کوي او له وفاقي حکومته د دغه بندیز د لرې کولو غوښتنه کوي. "پکار ده چې ټول طلبا تنظیمونه د خپلو حقونو لپاره رایو ځای شي، زه دا ګڼم چې ټول تنظیمونه چې د کومو ګوندونو سره هم تعلق لري، ټول د خپلو حقونو لپاره جدوجهد کوي، زده کوونکي چې د محصلۍ پر مهال په سیاسي هلو ځلو کې برخه واخلي نو دا د پر امن جمهوري اقدارو لپاره انتهايي ضروري دي."

خو بل پلو، د پاکستان وفاقي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا هم وګورئ: خيبر پښتونخوا کې د زده کوونکيو د اتحادیو د بحالۍ غوښتنه شوې ده

په پاکستان کې د زده کوونکو پر اتحادیو بنديز په ۱۹۸۴ز کال کې جنرال ضياالحق وروسته له هغې بنديز ولګاوه کله چې زده کوونکو د هغه د مارشلا په خلاف احتجاج پيل کړ. په پاکستان کې وخت په وخت محصلینو د سټوډنټس یونین د بحالۍ لپاره خپل اواز پورته کړي دي.

د زده کونکو تنظيمونو د هر سياسي تحريک د سرلښکر کردار ادا کړی دی. ډيرو سياستدانانو د زده کوونکو اتحادیو د بحالولو ژمنې کړې دي خو په حکومت کې تر راتلو وروسته يې د دې لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی. په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان سېنېټ هم يو قرارداد د سټوډنټس يونين د بحال کولو په اړه منظور کړی وو.

د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان په ۲۰۱۹ کال کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالۍ لپاره د ضابطه اخلاق جوړولو هوډ ښودلی وو.