د شمالي وزیرستان د شوې او سپینوام مشرانو او اوسېدونکو د تېلو او ګیس چارو په اړه د خیبر پښتونخوا د حکومتي کمېشن پر جوړښت نیوکې کړې دي او وايي چې ورته د منلو نه دی.
دوی د اکتوبر پر ۳۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وویل چې په کمېشن کې د تېلو پیدا کوونکو سیمو خلک ونډه نه لري.
د شوې یو اوسېدونکي ګل امین مشال راډیو ته وویل چې د ځمکې مالکان باید په کمېشن کې استازیتوب ولري "زموږ دوه بېل تحصلیونه دي تحصیل شوه او تحصیل سپینوام. [د تېلو او ګیس پیداوار لپاره] ځمکه موږ ورکړې ده. د [خراب امنیت] له وجې زموږ په زرګونو اېکړه ځمکه محاصره ده. موږ [له تېلو او ګیسه د صوبې په ګټه] کې کار نه لرو او دا هم نه وايو چې چا ته دې ګیس نه ورکوي. خو د دې چابي (کنجي) چا ته نه ورکوو."
د شوې او سپینوام اوسېدونکي زیاتوي چې د پاکستان د ایین له مخې خپل حق غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د اکتوبر پر ۳۰مه په پېښور کې د چارواکو غونډې پر مهال وویل چې د تېلو او ګیس چارو په اړه ګډ کمېشن یې د ګټې په پیسو کې د شمالي وزیرستان د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره جوړ کړی دی.
دا هم وګورئ:
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دید پاکستان پوځ وايي په بنو کې یې پر پوځي قافله برید نهه سرتېري وژلي ديپه شمالي وزيرستان کې د پېټروليم کمپنۍ تښتول شوي کارکوونکي راخوشې کړل شولد اعلاوزیر دفتر تر غونډې وروسته په بیان کې د نوموړي له خولې ویلي چې حکومت یې د تېلو پیدا کوونکو سیمو پرمختیا ته ژمن دی.
بیان وايي چې د کمېشن کار د تحصیلونو او ضلعو پر کچ د کمېټیو ترمینځ د چارو همغږي کول او د هېواد، سیمې او ځايي نفوسو په ګټه په وروستیو کې د موندل شویو طبیعي زېرمو سم استعمال باوري کول دي. په کمېشن کې له شمالي وزیرستانه د قامي او صوبايي اسمبلیو غړي هم شامل دي.
د شمالي وزیرستان په شوه او سپینوام کې د تېلو او ګیسو زېرمې په وروستیو کلونو کې موندل شوې دي. حکومت تراوسه د دې کره اندازه نه ده ښوولې، خو په شوه کې د ماړي پېټرولیيم کمپني لمېټډ (اېم پي سي اېل) په نامه شرکت په ۲۰۲۲ز کال کې د ګیسو لویې زېرمې وموندلې او د استخراج چارې یې پیل کړې.
د ۲۰۲۴ز کال په مارچ میاشت کې راپورونه ښیي چې د شوې ۱ او شوې ۲ له کوهیانو څخه ګیس د پاکستان د ګیسو ملي شبکې ته لېږدول کېږي چې دا د پاکستان د ګیسو په مجموعي اړتیاوو کې یوه برخه پوره کوي.
ماړي پېټرولییم شرکت وايي چې هلته یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې پر ګیس لومړی حق د ځايي ولس دی.
چارواکي وايي، له هغه ګیسه به پاکستان په کال کې ۲۶۵ مېلیونه ډالر وګټلای شي.