د پاکستان حکومت د خپل ملي هوایي شرکت "پي ای اې" د پلور اعلان کړی او د اکتوبر پر ۳۱مه یې د دې لپاره بولۍ (سیالي یا داو طلبي) کړې ده.
حکومت د پي ای اې ۶۰ سلنه برخې لپاره لږ تر لږه ۸۵ اربه روپۍ ټاکلې وې، خو په بولۍ کې یوازې د "بلو ورلډ سيټي" په نوم یوه شخصي کمپنۍ برخه واخیسته او ۱۰ اربه روپۍ بولي یې وړاندې کړه.
د پاکستان د نجکارۍ وفاقي وزیر عليم خان، د نومبر پر دریمه په لاهور کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې د دوی ذمه واري د هغې شرکت سمول نه، بلکې خرڅول دي. هغه زیاته کړه چې د "پي ای اې" د اخیستو لپاره بولۍ د منلو وړ نه وه، ځکه چې دا ملي اثاثه ده او په دومره ارزانه بیه یې خرڅول مناسب نه دي.
خان وویل: "د پي اې ای د خرڅولو لپاره چې کوم قانون وړاندې شوی، په هغې کې د بدلون کې واک نه لري. دا د نجکارۍ (خصوصي کول) پروسه له مخکې جوړه شوې ده او محکمې ته ویل شوي چې حکومت یې نوره نشي چلولې او د ولس لپاره دا تاوان زغمل ستونزمن دی، نو ځکه یې د خرڅولو پرېکړه شوې ده."
علیم خان وویل چې شپږ کمپنیو د پي ای اې د اخیستو غوښتنلیکونه جمع کړي وو، خو د شرطونو له امله نورې کمپنۍ په شا شوې او یوازې یوې کمپنۍ بولۍ ورکړه، چې ډېره کمه وه او د منلو وړ نه وه. بلو ورلډ سیټي په نوم هغه شرکت په پاکستان کې د ځمکو اخیستو، خرڅولو، او ودانیو جوړولو کاروبار کوي.
د پاکستان د نجکارۍ کمېسیون د پي ای اې د ۶۰ سلنه ونډو لپاره لږ تر لږه ۸۵ اربه روپۍ ټاکلې وې.
دا هم وګورئ: د پي ای اې مالي بحران له وجې ۳۲۲ ملکي او بهرني پروازونه ودرول شويد "پي اې ای" پخواني مشر، مشرف رسول سيان، د نومبر پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې امکان لري حکومت دا سودا په کمه بیه ونه کړي. هغه زیاته کړه چې نړيوالې ادارې د "پي ای اې" د اخیستو په اړه اندېښنې لري، ځکه حکومت د برېښنا په برخه کې د خصوصي کمپنیو سره شوي تړونونه بېرته اخلي یا ورته بیا کتنه کوي.
بلو ورلډ سیټي په نوم هغه شرکت په پاکستان کې د ځمکو اخیستو، خرڅولو، او ودانیو جوړولو کاروبار کوي.
نجکاري یا خصوصي کول هغه پروسه ده چې پکې د حکومت د ملکیت شتمنۍ، ادارې، یا خدمات شخصي سکټور ته سپارل کېږي، ترڅو شخصي کمپنۍ یا اشخاص یې اداره او کنټرول وکړي او په دې توګه ملي ادارې په شخصي ملکیت بدلېږي.
د ملي هوايي شرکت د افسرانو او کارکوونکو د ټولنې پخواني مشر، نصرالله اپرېدي تور پورې کړ چې حکومتي ادارو یوازې د "بلو ورلډ سيټي" لپاره لار جوړه کړې ده او نورې کمپنۍ یې منع کړې دي. هغه وویل چې "بلو ورلډ سيټي" د ودانیو جوړولو کمپنۍ ده او د الوتکو چلولو هېڅ تجربه نه لري.
خو د بلو ورلډ سيټي مشر، سعد نذیر د نومبر پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې "پي اې ای" د شاوخوا ۸۰۰ اربه روپۍ پوره وړې ده او که څوک دا شرکت اخلي نو حکومت ورباندې شرط ایښې دی چې پور به هم هغه شرکت ورکوي. هغه وویل "پي ای اې" ۲۰ الوتکې لري، خو ډېرې یې د اوږدې مودې راهیسې ولاړې دي او د چلولو وړ نه دي.
خو د پي اې ای ویاند، عبدالله حفيظ خان، د سعد نذیر خبرې رد کړې او وویل چې ملي هوايي شرکت ۳۳ الوتکې لري، چې ۱۲ یې بوینګ ۷۷۷ دي. د پاکستان هوايي شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې د مالي مشکلاتو ښکار دی. چارواکي وایي، شرکت د اربونو روپیو پوروړې ده او هر کال نور تاوان کوي.